جمشید عمر –
دریمه برخه
عام هنري صفت: دا هغه صفت دی، چې په داستان کې یو کس ته مختص نه وي، بلکې د یوې ډلې لپاره کارول کیږی.
که من خویش ضحاکم اي پهلوان زن گرد مهراب روشن روان
برفتند بیدار دو پهلوان به نزدیک سهراب روشن روان
فرستادة گیو روشن روان نخستین بیامد برِ پهلوان
په پورتنیو بیتونو کې د (روشن روان) هنري صفت د مهراب، سهراب، ګیو او اسفندیار لپاره کارول شوی او هغه چا لپاره کارول کیږي چې له زړه نه پاک وي او لري معنا یې هم خوشحاله.
چنین گفت با نامور ماه روي که مگذار این ره چاره جوي
دو خورشید بود اندر ایوان او چو سیندخت و رودابۀ ماهروي
که گلنار بود نام آن ماه روي نگاري پُر از گوهر و رنگ و بوي
بدو گفت شاپور کاي ماهروي چرا رنجه گشتی بدین گفتوگوي
په پورتنیو بیتونو کې د (ماه روی) هنري صفت چې د یو کس ښکلا د سپوږمۍ سره ښی، د ارنواز، رودابه، ګلنار او د مهرک لپاره کارول شوی.
په هومر کې د (Heavenly، مینوی، جنتی،روحاني)، هنري صفت د اشیل، هکتور، نستور او ولیس لپاره کارول شوی. (Overpowered the horses، چهره براسبان، هغه کس چې د اسپ په شان قوي او یا پر اسپ غالب وي)، هنري صفت د تراسیمد، هیپرنؤر، هکتور، آنتنور او د دیومد لپاره کارول شوی دی.
شخصیت جوړونه
هغه خلک چې په داستان کې کار کوي کرکټر نومیږي. د شخصیت جوړنې یوه لاره داده چې د توصیف له لاري یې په داستان کې راوي یا لیکوال معرفي کوي او دا د لیکوالانو یو خاص استعداد دی، چې د هنري صفت له لاري کرکټر معرفي کوي او له دي لاري د لوستونکي مخ ته یو تصویر ږدي، لکه په ایلیاد کې د اولیس لپاره ((Heavenly،مینوی، جنتی،روحاني)،( (Artful،نیزنګ باز، چل باز)، (Intelligent،هوشمند،لایقه، هوښیار)، (Brave، دلاور، زړه ور)، (Guest speaker، نیک سخنور، هغه چې ښي خبرې کوي)، (Famous،پُور آوازه،مشهور)…
په اودیسه کې د اولیس د شخصیت د معرفي کولو لپاره، (Tolerant، بردبار، تحمل)، (Forethoughtful، دور اندیش، هغه کس چې لري فکر کوي)، (Honorable، بزرګوار، محترم)، (Intelligent and informed، اگاه و هوشمند، باخبره او هوښیار)، (Races، نژاده)، (Sign up، بلند نام)، (The alert، بیدار دل).
په ایلیاد کې به ولولی، چې د اولیس مکرونو اخر هم د تروا ښار وروسته له څو کلونو محاصري نه آزاد کړ. په اودیسه کې اولیس له ډیرو کړاونو نه وروسته چې خپل ښار یعني کور ته ځي، نو هلته له داسې چا سره مخامخ کیږي، چې دده ښځې ته وايي چې اولیس مړ شوی او له موږ سره واده وکړه، نو اولیس په دوکو دوکو خپله ښځه له دوی نه خلاصوي؛ نو اولیس لپاره هنري صفت چلباز، دوکه باز او هغه کس چې مخکې فکر کوی، استعمال شوی دی.
پاتي برخه
————–