تاند- هغه افغان چې په ایټالیا کې د اسلامي دولت د وسله والې سختدریځې ډلې د غړیتوب په تور نیول شوی و او ادعا شوې وه چې د بریتانیا په شمول یې په اروپايي هیوادونو کې د تروریستي حملو پلان درلود، وايي چې له ده سره په موندل شوي عکس کې ماشینګڼ مصنوعي دی.
حکیم ناصري د ایټالیا په باري ښار کې له نیول کېدو یوه ورځ وروسته له محبسه رخصت شو.
درویشت کلن ناصري وویل، د ده د ترهګرتوب په اړه د پولیسو کلیدي شاهدي او سند، چې پر اساس یې نوموړی د سې شنبې په ورځ /اپریل ۱۰/ ونیول شو، دا (پاسنی) عکس و.
ناصري وايي چې په عکس کې له ده سره ایم۱۶ نیمه اتومات توپک دی. دا عکس یې د بریتانیا په برمنګم کې په هغه پلورنځي کې اخیستی چې کار یې پکې کاوه.
دی وايي چې دا توپک مصنوعي دی او د پلورنځي د ماشومانو د لوبو د وسایلو په برخه کې ایښی دی.
ده رسنیو ته وویل چې دا عکس د ده ملګرو په ټوکو اخیستی دی.
د ناصري مدافع وکیل (Adriano Pallesca) د بریتانیا آی بي ټایمز ورځپاڼې ته وویل چې ناصري د فرانسې له کالې څخه بریتانیا ته په قاچاق تر رسېدو وروسته د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ کلونو ترمنځ په دغه هیواد کې کار کړی دی.
نوموړی په ۲۰۱۱م کال له ترکیې یونان او له هغه ځایه ایټالیا ته تللی او بیا د فرانسې له لارې بریتانیا ته رسېدلی و.
په ایټالیا کې د مې په پنځمه مخکې تر دې چې ونیول شې موقتي پناه ورکړای شوه.
پولیس وايي چې د ناصري په موبایل ټېلفون کې یې د لندن د یو شمېر لوکسو هوټلونو عکسونه او دغه راز جګړې ته یو شمېر هڅوونکي مطالب موندلي دي.
په یوه عکس کې، چې ویل کېږي د ده په فېسبوکپاڼه کې خپور شوی دی، ملالې یوسفزۍ ته یې د سپکاوي په توګه هغه ګوته پورته کړې چې په لوېدیځ کې ښکنځله ګڼل کېږي.
د نوبل له ګټونکې ملالې یوسفزۍ څخه عموماً سختدریځې بد وړي.
پرون /پنجشنبه/ قاضي حکم وکړ چې ناصري دې له بنده خوشي شي خو ویې ویل چې داسي نښې شته چې نوموړی له نړیوالو سختدریځو عناصرو سره تار یا خواخوږي لري.
د ناصري نیونه ډېرو افغانانو ته، چې اروپا ته تللي یا اروپا ته د تګ اراده لري، دا درس ورکولی شي چې هم په عکس اخیستو کې له احتیاطه کار واخلي او هم په خپلو ټولنیزو رسنیو کې د داسي مطالبو له خپرولو ډډه وکړي چې اسانه پرې تورن کېدای شي.