هغه هیوادونه چې کورونا ویروس پکې ثبت شوی: چین چې تر ټولو ډېرې قضیې پکې ثبت دي، په سره رنګ او نور په ژېږ رنګ ښودل شوي

تاند(جمعه، د حمل۱) په ایټالیا کې د کورونا په وایرسو د مړو شویو کسانو شمېر تر چین اوښتی او نن په دې هیواد کې د کوویډ-۱۹ په وایرسو د مړو شویو ټول شمېر ۳ زره ۴۵۰ تنه اعلان شو.

ایټالیايي چارواکي وايي چې پرون په دې هیواد کې ۴۲۷ تنه په دې وایرسو مړه شول.

په چین کې تراوسه پورې په کورونا وایرسو ټولټال ۳۲۴۹ تنه مړه شوي دي.

په دې هیواد کې تر پرونه پورې ټولټال ۸۱ زره ۱۵۵ تنه په کورونا وایرسو اخته شوي وو. اوس په چین کې د دې وایرسو د خپرېدو مخه نیول شوې ده.

خو په مقابل کې یې کورونا نورو هیوادونو په تېره بیا اروپايي هیوادونو ته مخه کړې ده.

په اروپا کې له ایټالیا وروسته، چې څه باندې ۴۱ زره تنه پکې په کورونا اخته شوي په هسپانیا کې ۱۸۰۷۷اخته او ۸۳۱ تنه مړه، په فرانسه کې (۱۵۴۳۹) اخته او ۳۷۲ مړه، په جرمني کې (۱۵۴۳۹) اخته او ۴۴ مړه، په بریتانیا کې ۳۲۶۹ اخته او ۱۴۴ مړه، پرتګال ۷۸۶ اخته ۴ مړه، ایرلنډ ۵۵۷ او ۳ مړه، ناروې ۱۷۹۱ اخته او ۷ تنه مړه، سویډن ۱۴۴۶ اخته او ۱۱ مړه، اتریش ۲۲۰۳ اخته او ۶ مړه، پولنډ ۳۶۷ اخته او ۵ مړه، سویس ۴۲۲۲ اخته او ۴۳ مړه، یونان ۴۶۴ اخته او ۶ مړه، هالنډ ۲۴۶۰ اخته او ۷۶ مړه، بلجیم ۱۷۹۵ اخته او ۲۱ مړه، هنګري ۸۵ اخته او یو تن مړی شوی دی.

په روسیه کې د دې هیواد خاورې او نفوسو ته په کتو تر ټولو لږ کسان په کورونا اخته شوي دي. تر نن پورې په دې هیواد کې ۱۹۹ تنه په کورونا اخته شوي او یو تن مړی شوی دی.

زموږ په سیمه کې ایران تر ټولو زیات کورونا ځپلی دی. په دې هیواد کې تر پرون (پنجشنبه، د حوت ۲۹) پورې ۱۲زره ۸۲۱ تنه په کورونا اخته اعلان شوي وو خو نور راپورونه وايي چې په دې هیواد کې ۱۸ زره ۴۰۸ تنه په کورونا اخته دي. همداراز په دې هیواد کې تراوسه پورې لږترلږه ۱۷۷۴ تنه په دې وایرسو مړه شوي دي.

د ایران په ګاونډ‌ي ترکیې کې ۱۶۸ تنه په کورونا اخته شوي او ۴ تنه ترې مړه شوي دي. خو د ترکیې حکومت وايي چې له دې وایرسو سره د مبارزې لپاره یې جدي اقدامات پیل کړي دي.

https://www.archive.www.archive.taand.com/archives/146623

د دغو اقداماتو په لړ کې د ترکیې د روغتیا د وزیر فخرالدین کوجا په وینا د ورځې تر ۱۵ زره د زیاتو کسانو د کورونا وایرسو ټست اخیستل کېږي.

د امریکا په متحدو ایالتونو کې تراوسه پورې تر ۱۱ زره ډېر کسان په کورونا وایرسو اخته شوي او ۱۷۳ تنه ورڅخه مړه شوي دي.

په افغانستان کې د ۲۲ تنو کورونا وایرس رسماً تایید شوي دي خو ګومان کیږي چې هغو افغانانو به له ځان سره کورونا وایرس راوړي وي چې له ایران څخه خپل هیواد ته راځي.

د راپورونو له مخې، د ورځې ۱۰ زره افغانان له ایران څخه خپل هیواد ته راګرځي.

https://www.archive.www.archive.taand.com/archives/146699

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *