د ارزګان ولایت د مطبوعاتي دفتر خبرپاڼه :

د دایکنډی اړوند کجیران ولسوالی خلک وایی که چیری په دهلمند اړوند باغران ولسوالی کی د دولت دمخالیفینو په وړاندی عملیات تر سره نه سی نو دغه ولسوالی به سقوط وکړي.

دغه څرګندونې د نوموړې ولسوالۍ خلکو په داسې حال کې وکړې چه دې ولسوالۍ ته دارزګان والی امیری محمد اخندزاده د ۲۰۵ اتل قول اردو قومندان تورن جنرال عبدالحمید دکند هار ولایت امنیه قومندان مل پاسوال عبدالرازق د روزګان د څلورمي پلي لیوا قوماندان برید جنرال محمد رسول کندهاري د ایساف په سهیلي زون کې د آیساف عمومي قوماندان او ګڼو نورو مسؤلینو سفر کړی وو.

د دایکندي اړوند د کجران ولسوالۍ اوسیدونکو یادو چارواکو ته وویل چي د دوی لویې لارې د ګاونډيو ولایتونو سره تړل شوې نو له همدې امله د دوی په ولسوالۍ کې د خواراکي او نورو توکو بیې لوړې سوي او غوښتنه یې وکړه چه باید دغه لارې خلاصی سی .

د ۲۰۵ اتل قول اردو قومندان تورنجنرال عبدالحمید د کجران ولسوالۍ اوسیدونکو ته ډاډ ورکړ چې د دوی ستونزې به حلوي او په ټولو هغو سیمو کي به عملیات ترسره کوي چیري چي د افغان دولت د وسلوالو مخالفینو څرک پکې لیدل کيږي،نوموړي د کجران ولسوالۍ د اوسیدونکو هغه سر ښندني وستایلې چي په تیرو څو کلنو کښې یې ورکړي وې.

دغه راز د روزګان والي امیرمحمد اخنذاده هم د کجران ولسوالۍ اوسیدونکي وستایل چې خپله ولسوالی یې تر دې مهاله په میړانه ساتلې ده.

والي وویل د کجران ولسوالی په ناامنه کیدو سره دا شونتیا هم سته چې د روزګان ځینې سیمې نا امنه سي ځکه نو اړینه خبره داده چي ددې ولسوالی په ټولو نا امنه سیمو کي عملیات پیل سي. د کندهار ولایت امنیه قومندان مل پاسوال عبدالرازق د افغان دولت پر وړاندي جنګیدونکي وسلوال مخالفین د ګاونډي هیواد پاکستان څخه په مستقیمه توګه تمویلیږي او ددې ولسوالی له اوسیدونکو څخه وغوښتل چي لا نور هم سره یو موتۍ سي او هغه چاته اجازه ور نه کړي چي د دوی سیمي نا امنه کوي.

د کندهار امنیه قومندان زیاته کړه چي د وسلوالو مخالیفینو پر وړاندي تل دوی عملیات ترسره کوي او سیمي د دوی له شتون څخه پاکوي.

یادو چارواکو او مسؤلینو شکایت وکړ چې د هلمند له یو شمیرناامنه ولسوالیو څخه د کندهار،روزګان او دایکندي ولایتونو یو شمیر سیمې نا امنه شوې دي، دوی زیاته کړه که غواړو په یادو ولایتونو کې ترلاسه شوی امنیت وساتو نو اړینه ده ترڅو د هلمند نا امنه ولسوالۍ امن کړل شي.

عبدالله همت د اروزګان ولایت ویاند

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *