د باميان ولايت اوسېدونکيو او مدني فعالانو له پښتنو او بلوڅانو سره د پاکستان د ټروريسټي چلند په غبرګون کې پراخ اعتراض وکړ.
د باميان سلګونه اوسېدونکي نن پنجشنبه د دلوې پر ۲۵ مه په باميان کې را ټول شوي وو او په پاکستان کې د راپورته شوي پښتون خوځښت ملاتړ يې اعلان کړ.
د دې بهير يوې ګډونوالې زاهرا چې د يوې نيول شوې پښتنې انځور يې هم له ځانه سره لېږداوه، وويل پاکستان پر اسلامي او بشري ارزښتونو پښې ايښې، د ښځو حقوق يې پايمال کړي او هغه څوک يې يرغمل کړي چې د دغو حقوقو په ملاتړ سړکونو ته راوتلي وو.
د باميان دې اوسېدونکې وړاندې وويل چې له نړيوالې ټولنې غواړي، د پاکستان د استبدادي دولت پر وړاندې سکوت و نه کړي او د هغو ظلمونو پوښتنه وکړي چې پاکستانی رياست يې هلته له پښتنو او بلوڅو سره کوي.
محمد اصف د دې بهير يو بل غړي ويلي، پښتانه او بلوڅان له کلونو راهيسې د پاکستاني دولت تر ستم او جبر لاندې دي او دا “زموږ انساني وجيبه ده چې د بشري حقونو د ملاتړو غورځنګونو ملګري پاتې شو.”
دغه معترضان وايي، دا چې په پاکستان کې د دغو قومونو انساني او اسلامي حقوق پايمالېږي، بايد په ملاتړ يې د نړۍ په هر ګوټ کې مدني اعتراضونه وشي او د پاکستان حکومت اړايستل شي چې د نړيوالو انساني او بشري حقونو تامين ته غاړه کېږدي.
شاوخوا لس ورځې وړاندې د پښتونژغورنې غورځنګ يو غړی ارمان لوڼی په پاکستان کې ووژل شو، د لوڼي کورنۍ ادعا وکړه چې هغه پاکستاني پوليسو ونيو او د سختو شکنجو په وجه يې ساه ورکړه، خو پاکستاني پوليس وايي چې ښاغلی لوڼی د زړه د حملې په خاطر مړ شو.
د ارمان لوڼي د مړينې په غبرګون او د پښتنو او بلوڅانو د غورځنګونو په ملاتړ په پاکستان او له پاکستانه دباندې د افغانستان په څو ولايتونو کې اعتراضي لاريونونه او غونډې وشوې.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني تېره اوونۍ په يوه ټويټ کې وليکل؛ «افغانستان په بلوچستان او خيبر پښتونخوا کې د سولهيزو اعتراضي او مدني لاريونونو ملاتړ کوي او بايد حقونو ته يې وکتل شي.»
د دې تر څنګ د ارمان لوڼي تر مړينې وروسته د افغانستان په کابل، غزني، کندهار، ننګرهار، خوست او پکتيا ولايتونو د هغه غايبانه جنازې وشوې.
د باميان اوسېدونکيو او مدني فعالانو له ځان سره د “پښتانه او بلوڅان د پاکستاني دولت د تبعيض قربانيان” او “د پښتنو او بلوڅانو ترور بس کړئ!” شعارونو په بدرګه د پاکستان له دولته وغوښتل چې د دغو مدني غورځنګونو د غړيو يرغمل او وژل بس کړي.
په تېره يوه اوونۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ۱۰۰ تنه د پاکستاني پوځ له خوا نيول شوي چې ښځې هم پکې دي.
په پښتون ژغورنې غورځنګ کې د هغوی ښځينه غړې ډېر د پام وړ رول لري.