تاند- په بامیان کې دوه پولیس صاحب منصبان پر یوې نجلۍ د جنسي تېري په تور لاس په لستوڼي ونیول شول.
د بامیان د والي ویندوی عبدالرحمان احمدي نن /سې شنبه/ رسنیو ته وویل، دا دوه پولیس افسران، چې یو د بامیان د امنیه قوماندانۍ او بل د ملي امنیت ادارې کارکوونکی دی، وروسته له دې ونیول شول چې په بامیان کې یې یوه نجلۍ له لارې څخه خپل موټر ته سپره کړه او موټر ته له خېژولو لږ وروسته یې پرې جنسي تېری وکړ.
د احمدي په وینا جنايي پولیسو دا دوه صاحب منصبان لاس په لستوڼی (بالفعل) نیولي او اوس په توقیف کې دي.
د بامیان د والي ویندوی همداراز وویل چې دواړه مجرمان څارنوالۍ ته معرفي شوي او څارنوالانو ورڅخه تحقیقات پیل کړي دي.
سره له دې چې ویل کېږي دواړه افسران قوي واسطې لري خو د بامیان د والي ویندوی وايي واسطه هیڅ اهمیت نه لري او قانون به د دواړو تورن شویو کسانو په حق کې تطبیق کېږي.