تاند- د بامیان د ښځو چارو ریاست وايي، په دې ولایت کې یوه ښځه د خپل مېړه له لوري په دې خاطر وهل شوې چې د هغه د خوښې خلاف یې بل چا ته رایه ورکړې وه.
د بامیان د ښځو چارو ریاست نن /چهار شنبه/ خبریالانو ته وویل چې وهل شوې ښځې، چې ۲۴ کلنه ده، دې ریاست ته پناه وروړې ده.
د دوی په وینا دې ښځې، چې کریمه سالک نومېږي، د ولسي جرګې په انتخاباتو کې یوې ښځینه کاندیدې ته رایه ورکړې وه او خاوند پرې سخت غوسه شوی دی.
د بامیان د ښځو ریاست مسوولان وايي چې کریمه سالک سخته وهل شوې ده، د سر وېښتان یې پرې شوي او بدن یې له ګوزارونو تک شین اوښتی دی.
د بامیان د ښځو چارو ریاست مسوولان وايي چې ممکن نورې ښځې هم په دې خاطر وهل شوي وي چې د نارینه وو په امر یې د هغوی د خوښې کاندید ته رایې نه وي ورکړي خو دوی پوهېږي چې اکثره ښځې خپل اعتراض نه اعلانوي.
مېرمن سالک ویلي چې په بامیان کې د ډېرو ښځو رایې د خپلو نارینه وو له لوري خرڅېږي او پر دوی تحمیل کېږي چې چا ته رایه ورکړي.
د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون وايي چې په بامیان کې د رایو د پلورلو او رانیولو تر ۷۰ زیات شکایتونه ورته شوي دي.
دا ډول شکایتونه د افغانستان په نورو ولایتونو کې هم شوي دي.