تاند – د خیبر پښتونخوا په چارسده سیمه کې په باچاخان پوهنتون په یوه ترهګریزه حمله کې ۲۵ کسان وژل شوي او تر ۶۰ ډېر نور ټپیان دي.‌

حمله نن سهار په ځایي وخت خواوشا ۹:۳۰ بجې هغه وخت وشوه چې د پوهنتون محصلین او استادان پوهنتون ته ورټول شوي ول.

باچاخان پوهنتون له پېښور ښار څخه خواوشا ۳۰ کیلومتره شمال ته د چارسدې په سیمه کې، چې د خدایي خدمتګارو د تحریک او د پښتنو د ستر مشر خان عبدالغفارخان (باچاخان) پلرنۍ سیمه ده، پروت دی. باچاخان ۲۸ کاله وړاندې په همدې ورځ (د جنورۍ په ۲۰مه) وفات شوی وو چې جنازه یې په جلال اباد کې خاورو ته وسپارل شوه.‌

2له پاکستان څخه خپرېدونکی تلوېزیون، سما، وایي چې په باچاخان پوهنتون په شوې حمله کې تر اوسه پورې خواوشا ۲۵ کسان وژل شوي او له ۶۰ ډېر نور ټپیان دي‌،‌ خو دغه شمېرې مخ په ډېرېدلو دي.‌

د فیس بک د مجازي نړۍ افغان فعالینو په پېښه خواشیني ښودلې او دا یې د واحد افغان ولس ګډ درد بللی دی.‌ د نصیراحمد دراني په نامه یو فعال په خپله پاڼه لیکلي؛‌ «د چارسدې ، جمرود ، شینوارو، جلال اباد، خوست، کندهار، مزار، بدخشان، کوټې او بامیانو شهیدان ټول زما د وجود برخه ده، ټوله وینه زما له بدنه بهیږی، هر ځای زما د وجود غړی غوڅیږی، خدایه په افغان خپل رحم وکړې.»

د خدایي خدمتګارو سیاسي بهیر اوعوامي نېشنل ګوند له افغانستان او هند سره،‌ چې کله ناکله یې پاکستاني چارواکي په پاکستان کې په مداخله تورنوی،‌ له پخوا راهیسې دوستانه اړیکې لري.

9 thoughts on “په باچاخان پوهنتون حمله،‌ ۲۵ مړه له ۶۰ ډېر ټپیان”
  1. ریشتیا چی یو قوم گد دشمن لری چی هغه هر افغان ته معلوم دی چی تووووووووووووووووووووووور دی او تورررررررر دی

  2. ډیر خواشینونکی خبر دی. دا له پوهې او زده کړې څخه د پښتنو د بې برخې کیدو لپاره بله لاره ده، په کابل کې د یوې پښتون میشتې سیمې د یوه ښوونځي سوځول او په پیښور کې پر پوهنتون برید د دې ښکاره ثبوت دی.
    هلته هم زه مرم دلته هم زه مرم

  3. په دی پيښه ډيرغمجن سوم زموږ دلر اوبر افغان وينه پدی تويږی چی افغانان يو نور بايد پښتانه ددرانده خوبه رابيدارسی اودخپلو حقوقو لاسته راوړو لپاره کله مبارزه وکړی.

  4. په دی پيښه ډيرغمجن سوم زموږ دلر اوبر افغان وينه پدی تويږی چی افغانان يو نور بايد پښتانه ددرانده خوبه رابيدارسی اودخپلو حقوقو لاسته راوړو لپاره ټينګه او کلکه مبارزه وکړی.

  5. پشتونه د نیکه په هوټو مه نازیګه که رستیا پشتون اوس را ویش شه بوه خیدری نار اوچته او الله اکبر په ویلو سره دښمن ته غاښ ماتوونکی ګذار ورکه

  6. Salam!
    Our enemy is pakistan without doubt. But when afghan working for pakistan isi it’s worst than anything, like taliban. Jangsalaran and other who are sold to pakistan for some money. The only way is to meet war with war and nothing else. Think so called conference not work and it’s just help isi to win more time. …

  7. Salam;

    Dder zrra-bugnawoonky xaber dey.
    A`amelieyn yi bayed ma`loom aw majazaat si.

    M`alomegy che pa 21.ma perriy ki bayed xpal haquna pa zouwr waxestil shi , la a`dem-e tashadoda pora nashwah!
    Y`ani d Pashtano dochmanano ta d Pashtano qouvwvet shodal pa kaar dy.!
    Allah de shahidan Janatty krri, aw zaxmyano ta shefa,. PASHTUN+AFGHAN= 1 quvet

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *