تاند- په بحرین کې یوه ۱۳ کلن ماشوم، چې له خپلې ۳۴ کلنې اندونیزیايي نوکرې سره یې اړیکې لرلې، د ماشوم پلار شو.
د بحرین یوې محکمې اندونیزیايي ښځه له هلک سره د غیرقانوني جنسي اړیکو د لرلو له کبله په یو کال بند محکومه کړه.
د هلک په اړه څه نه دي ویل شوي. ښايي د دې له کبله چې قانوني سن ته نه دی رسېدلی او یا هم ممکن په دې خاطر چې له یوې خوا نارینه په عربي هیوادونو کې د ښځو په وړاندې برتري لري او له بلې خوا ښځه بهرنۍ ده او هلک د بحرین اصلي اوسېدونکی.
د نجلۍ مدافع وکیل محکمې ته ویلي چې د هلک له عمره نه وه خبره.
خو د هلک مدافع وکیل محکمې ته ویلي چې ښځې په کور کې د هلک د مور و پلار له نشتوالي سو استفاده کړې او له هغه سره یې تار نښلولی دی.
ده همداراز ویلي چې ښځې هڅه کوله چې وتښتي خو ماشوم یې بې مودې وزېږېد.
بحریني ورځپاڼو لیکلي، ښځه چې ناڅاپي ناروغه شوې وه ماشوم په تشناب کې دنیا ته راووړ.