د ۱۳۹۴ لمریز کال د وري ۲۹مه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني، د بدخشان ولایت د امنیتي حالت د ارزونې او د جرم په ولسوالۍ کې د وروستۍ پېښې د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ  د څرګندولو لپاره نن دغه ولایت ته سفر وکړ.

جمهور رئیس محمد اشرف غني په هغه غونډه کې ګډون وکړ چې له همدې امله نن له  غرمې مخکې د بدخشان ولایت په مرکز د فیض آباد په ښارکې جوړه شوې وه، جمهور رئیس غني په دغه غونډه کې لومړی د ننګرهار ولایت د جلال آباد په ښارکې ننني تروریستي بریدونه او د جرم په ولسوالۍ کې وروستۍ غم لړلې پېښه وغندله او د دغو پېښو د شهیدانو کورنیو ته یې د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب څرګند کړل.

جمهور رئیس غني څرګنده کړه، ننګرهار او بدخشان هغه دوه ولایتونه دي چې تر ټولو ډېره قرباني ورکوي. ننګرهار په دې کتار کې لومړی ولایت دی چې د بدخشان دوه چنده، او بدخشان دوهم ولایت دی چې له ننګرهار وروسته یې تر بل هر ولایت زیاته قرباني ورکړې ده.

جهور رئیس د افغانستان د دولت په استازیتوب له هر بدخشاني پلار او هرې بدخشانۍ مور څخه د زړه له

کومې مننه وکړه چې خپل بچیان یې د وطن پالنۍ په لوړه روحیه روزلي دي او اوس د دغه ولایت ځوانان د افغانستان په هر ګوټ کې د اسلام له سپیڅلي دین او له ملي ناموس څخه ساتنه کوي.

محمد اشرف غني وویل، زه بدخشان ته ځکه راغلم چې یو خو له تاسو سره غمشریکي وکړم او بل دا چې د بدخشان امنیتي حالت له نیږدې څخه و ارزوم او تاسو داسې فکر ونه کړئ چې ستاسو جمهور رئیس له ارګ څخه بهر نه راوزي.

ولسمشر غني په بدخشان کې
ولسمشر غني په بدخشان کې

جمهور رئیس غني وویل چې زما وینه د یوه بدخشاني تر وینې څخه زیاته نه ده او ما بدخشان نه دی هېر کړی، بدخشان باید د نړیوال ترانزیت په مرکز بدل شي او د برېښنا او انرژۍ د تولید مرکز و اوسي.

محمد اشرف غني زیاته کړه چې د چین له جمهور رئیس سره زما لومړۍ خبرې د بدخشان د واخان د دهلیز په اړه وې. دا زموږ هیله ده چې له هرات څخه تر واخانه پورې د سوداګرۍ لاره ولرو.

جمهور رئیس محمد اشرف غني څرګنده کړه، زه د هېواد د وسله وال پوځ د اعلی سر قوماندان په توګه په خپلو امنیتي ځواکونو ویاړم، هر هغه چاچې د جرم ولسوالۍ په پېښه کې غفلت او تېروتنه کړي وي د قانون له مخې به ورسره چلند وشي، که د قانون حاکمیت غواړئ تر وخت وړاندې قضاوت مه کوئ.

ده وویل هغه کسان چې له خپلې خاورې دفاع کوي د هغوی اتلولي به  و ستایل شي، ما هدایت ورکړی چې د اتلولۍ او خاصو لاسته راړونو لرونکیو سرتېرو لستونه چمتو کړای شي چې کارنامې او زړورتیا یې تقدیر شي.

جمهور رئیس د بدخشان د ناامنۍ عوامل په ګوته کړل، وې ویل، تروریزم، جرمي اقتصاد او د غیر مسوولو وسله والو ډلو شتون د دغه ولایت د نا امنۍ عمده دلایل وبلل، څرګنده یې کړه چې د بدخشان ثروت د جرمي اقتصاد او نا امنۍ سبب شوی دی.

جمهور رئیس غني وویل، دښمن غواړي زموږ روحیه کمزورې کړي او شرقي بدخشان د نړۍ لپاره یوه خطر لرونکې سیمه جوړه کړي.

د هېواد جمهور رئیس د ننګرهار د نننیو تروریستي بریدونو عاملین داعش او د بدخشان د پېښې مسوول نړیوال تروریستان وبلل اود افغانستان له دیني عالمانو او ټول ملت څخه یې وغوښتل چې د هر ډول ناروا پر وړاندې په یوه واحده ملي لیکه ودریږي او ملي جهاد پیل کړي.

جمهور رئیس محمد اشرف غني افغان ملت اتحاد او اتفاق ته را وباله، وې ویل، له نفاق څخه څه نه ترلاسه کیږي، په افغانستان کې له ۲۰۰ کالو څخه را په دیخوا روان حالت د سیاسي قشر د بې اتفاقیو محصول دی.

جمهور رئیس غني په هېواد کې د ادارې اصلاح ته د اشارې په ترڅ کې وویل، مفیده اداره دا نه ده چې څلور تنه هرڅه انحصار کړي او بیا دعوه وکړي چې د یوه ستر قشر استازیتوب کوي.

جمهور رئیس په قراردادونوکې فساد ته د اشارې په ترڅ کې وویل چې په دغو قراردادونوکې فساد د بیکارۍ له امله نه، بلکې د نه پوښتنې له امله موجود دی.

جمهور رئیس محمد اشرف غني وویل، د هرې شنبې په شپه قرارداونه ارزوم ځکه چې دا کار د شفافیت لپاره اړین دی. له دغو قراردادونو څخه چې کومې پیسې سپمول کیږي د ملي بنسټونو د تمویل لپاره به ورڅخه ګټه واخیستل شي.

د هېواد جمهور رئیس زیاته کړه، کوم هرکلی چې نړۍ د افغانستان له حکومت څخه کړی دی هغه زموږ د زحمتونو نتیجه وه، موږ باید د نړیوالې ټولنې باور ترلاسه کړی وای.

جمهور رئیس غني څرګنده کړه،شپږ میاشتې وړاندې افغانستان د سقوط له خطر سره مخامخ و، خو نن زموږ د زړورو او میړنیو سرتیرو په سر ښندنه افغانستان نور د سقوط له خطر سره نه دی مخامخ.

جمهور رئیس محمد اشرف غني  وویل، طالبانو ته زموږ پیغام دا دی چې نن مو د انتخاب ورځ ده. ملت انتخابوئ، که تروریستان. صف مو معلوم کړئ.

د دغې کتنې په پای کې جمهور رئیس غني د بدخشان له خلکو سره ژمنه وکړه چې د هغوی مشروعو غوښتنو ته به مثبت ځواب و وایي او یوه یوه به عملي کړي.

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *