په افغانستان کي د روانو حالاتو شننوکي په دې اند دي چي د رواني بدمرغۍ يو لوی عامل دا هم دی چي د ولس او دولت تر منځ واټن زيات دی.
دولت مو پر ولس بي باوره دی او ولس مو پر دولت.
دولت مو ځکه بي باوره دی چي د جنګاورو ګاونډيانو له لوري مو ولس د دولت پر وړاندي جنګ ته سوق کيږي او ولس مو ځکه بي باوره دی چي په دولت کي مو فساد اوج ته رسيدلی.
ولس موپه هري دري و تپي، په هري محکمي و اداري کي د فساد بد بويې سر بداله کړی،د ښه وبد تفکيک ورته ناشونی سوی او پر هر چا يې باور له لاسه ورکړی.
افغان دولت له ډيري مودي راپدېخوا هڅه کوي چي د ولس او دولت ترمنځ شته واټن له منځه يوسي، په همدي موخه يې د سيميزو اورګانو له لوري د افغانستان د ټولنيزي پراختيا په نوم پروګرام راپيل کړ.
ياد پروګرام که څه هم د هېواد په بېلابېلو برخو څه لاسته راوړني لري خو په هلمند ولايت کې يې د وطن د مور د رښتنيي بچي حاجي عبدالوکيل اڅک پر مټ لاسته راوړني له هيچا پټي نه دي.
ښاغلي اڅک په ۱۳۸۹ کال کي د سیمه ایزو ارګانونو د خپلواکي اداري د افغانستان د ټولنیزی پراختیا پروګرام د ساحوي امر په توګه دنده پیل کړه.
نوموړی تر لنډي مودي وروسته د خپل اخلاص، صداقت او رښتينولي له کبله په هلمند ولایت کي د ټولنیزي پراختیا د پروګرام د ولایتي امر په توګه وټاکل سو.
د افغانستان د ټولنیزي پراختیا پروګرام د هلمند په ولایت کي یو ځانګړی حيثيت لري او ددي پروګرام د کامیابي یوازینی راز ۳۲ تنو قرباني او د عبدالوکیل اڅک او کاري ټیم زیار او کوښښ دی ياد پروګرام اوس مهال د لښکرګاه ښاروالۍ د مشورتي شورا په شمول، په ګرمسیر، ناوي، مارجي، نادعلي، نهرسراج، سنګین او موسی کلا ولسوالیو کي ټولنیزي شوراګاني لري .
يا دې شوراګاني د اولس او دولت تر منځ اړیکي ټینګوي او د دولت او اولس تر منځ د ایجاد شوي فاصلي په کمولو کي هڅه او هاند کوي.
حاجي عبدالوکیل اڅک د الحاج انجینر محمد قاسم زوی دی.
په ۱۳۵۸ شمسي کال کي د هلمند ولایت مرکز لشکرګاه کي زیږیدلی دی. لومړنی زده کړي يې د لشکرګاه د انجونو لیسي کي کړي او وروسته يې په ۱۳۸۵ کال کي د انجينر عبدالمتين عالي ليسي څخه د دولسم ټولګي اسناد تر لاسه کړل.
ښاغلي اڅک عالي تحصيلات د پاکستان د پريستون پوهنتون د اداري او تجارت په برخه کي په ۱۳۸۹ کال کي پای ته ورسول.
نوموړی دا مهال نه يواځي دا چي د دولت له لوري ورسپارل شوي دنده پر مخ وړي بلکي ادبي او مدني مبارزه يې هم نه ده پيکه سوي.
بدلون اوونيزه\لومړی کال\(۴۰) ګڼه\ چارشنبه\سرطان\ ۳\ ۱۳۹۴