تاند- دا د برازیل په جنوب ختیځ کې یوه بانډه یا ښارګی دی چې اوسېدونکي یې ښځې او نجونې دي. دې بانډې ته، چې د اوسېدونکو شمېر یې ۶۰۰ تنو ته رسېږي، نارینه بوازې په هغه صورت کې ورتلای شي چې د ښځو بشپړ واک ومني او د هغوی له اوامرو سره سم وچلېږي.
د بریتانیا د ډیلي مېل ورځپاڼې د راپور له مخې دا بانډه نویفا دو کوریر (Noiva do Cordeiro) نومېږي. د اکثرو اوسېدونکو عمرونه یې د ۲۰ او ۳۵ کلونو ترمنځ دی.
دوی نارینه وو ته بلنه ورکړې چې ښارګي ته یې ورشي او د دوی په شرایطو ورسره ژوند وکړي.
دا ښار وروسته له دې تاسیس شو چې د ماریا سین هورینا په نوم یوه ښځه په دې خاطر له ښاره په زوره وایستل شوه چې پر هغې د بدلمنۍ تور پوري شو.
له ماریا سره یوه سړي په زور واده کړی و. کله چې دې هڅه وکړه چې خاوند پرېږدي نو د کاتولیکې کلیسا له لوري له ښاره وایستل شوه. دغه وخت ۱۸۹۱ میلادي کال و. ماریا د (Noiva do Cordeiro) په غرونو کې کور جوړ کړ، همالته یې له یوه سړي سره واده وکړ، وروسته دې سیمې ته نورې ښځې ورغلې تر دې چې د ښځو دا ځانګړی ښارګوټی جوړ شو.
د دې سیمې ځینې ښځې واده شوي خو مېړونه او تر ۱۸ کلونو مشر زامن یې باید له بانډې دباندې کار وکړي او یوازې د شنبې او یکشنبې په ورځو، چې عمومي رخصتي وي، بانډې ته ورتلای شي.
دوی وايي چې خپله بانډه یې په همدې شکل خوښه ده.
۴۹ کلنې روسالي فیرناندیز وویل:«ډېر کارونه شته چې ښځې یې تر سړو ښه کولی شي. زموږ ښارګی تر نورو ښکلی، منظم او تر هغو ښارونو پاک دی چې نارینه پکې اوسي. کله چې کومه لانجه راپورته شي موږ یې د ښځمنو په شیوه حل کوو، هڅه کوو چې د ټولو اتفاق ترلاسه کړو.»
ټولې ښځې په ګډه یو لوی تلویزیون د ښارګي د مرکز لپاره اخلي څو په ګډه سریالونه پکې وویني.
فیرناندیز وویل:«موږ هرڅه سره شریکوو، حتي کرونده.»
د ښارګي پېغلو په وروستیو کې ځوانانو ته پیغام لېږلی چې که له دوی سره ژوند کوي تو حاضرې دي مګر د دوی د ژوند په شرایطو به هلته اوسي.