بسم الله الرحمن الرحیم

د بدلون او دوام د غونډۍ په ملاتړ د انګلستان میشتو افغانانو د برمنګهم ښار کې د تر سره شوې غونډۍ پریکړه لیک .

د بدلون او دوام ټیم د مشرتابه محترم حضور ته

اسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

د بدلون او دوام ټیم د ملاتړ غونډه چې ۰۸/۰۶/۲۰۱۴ تر سره شوه ددغه ټیم کړنلاره د محترمو استادانو،سیاستپوهانو،لیکوالانو،ځوانانو او محصلینو او قومي مشرانو له خوا تاید شوه او د غونډۍ ګډونوالو په یو غږ سره ددغه ټیم کړنلاره د افغانستان د راتلونکي لپاره د ملې وحدت،پرمختګ،له نړۍ سره د پتمنو سیاسی،تجارتی او کلتوري اړیکو د ټینګښت په لار کې زموږ د هیواد د راتلونکئ لپاره یو نوې او مثبت حرکت او پیغام وګڼلو ، د غونډۍ د نظارت کمیسون چې له استادانو،روشنفکرانو،محصلینو،لیکوالانو،ځوانانو، سیاستپوهانو،او قومي مشرانو جوړ شوې و د ښاغلې عبدالله د ټیم کړنلاره او پیلان هم تر ژور بحث او غور لاندې ونیوو خو دبدلون او دوام د ټیم کړنلاره او جوړښت هم ډیر ډیر مثبت او هم کاملآ ملې و نو ځکه يې موږ د انګلستان میشت افغانانو پریکړه وکړه چې د ښاغلی اشرف غنی احمدزی په مشرې د بدلون او دوام ټیم ملاتړ اعلان کړو.

مونږ د غونډې ګډونوال به سرله همدا نن افغانستان او پاکستان،او ایران کې خپلو کورنیو،دوستانو سره اړیکه ټینګوو چې د بدلون او دوام ټیم د ملاتړ لپاره له خپلو کارډونو سره د رایه ورکولو په ورځ مراکزو ته ځانونه ورسوئ ، په میړانه او مسؤلیت سره خپله رایه وکاروئ او د ځان او خپلو خلکو او هیواد لپاره ښه راتلونکئ وټاکئ .

هغه خلک چې کارډ نلري هغوي دې د ثبت مرکزونو ته ورشئ او کارډ دې تر لاسه کړی.

د چا دوستان او خپلوان چې کرایه او د تګ راتګ، څښاک او خوراک مصارف نه لري هغوي ته به موږ خپله مالی مرسته ورلیږو تر څو د ملې مسؤلیت د اداکولو وړتیا او توان پیدا کړي.

د غونډۍ هغه ګډونوال چې ټولنیزو مطبوعاتی میډیا ته لاسرسۍ لري هغوي به د ټاکنو تر پایه اخلاقی،مثبت او ګټور کمپاین پرمخ بیايې او نورو ټولو سیاسی شخصیتونو او ګوندونو سپکاوې به نکوي او د هغوي د هر راز انسانی حقوقو درناوي به کوي تر څو مونږ و کولائ شو نورو ته وښیوو چې د بدلون او دوام ټیم یو با مسؤلیته اواهلکار ملې ټیم دی.

د دغه ټیم له بریالیتوب وروسته د غونډې برخوالو غوښتنه دا دې چې انګلستان کې د افغانانو له حقوقو ساتنه او د ستونزو د اسانی لپاره برمنګهم ښار کې د یوۍ کونسلګرۍ جوړیدل په پام کې ونیسي د سفارت میشتو افغانانو ترمنځ یوه ښه هماهنګي او د ګډ تفاهم او مشورې فضاء قایمه کړي،   د کابل لو انګلستان ترمنځ د اړیکو د پراختیا لپاره هواي پل،تعلیمی او تجارتی برخه کې جدي اقدام وکړي.

د ملې وحدت او پرمختللې افغانستان په هیله

ژوندی دې وي افغانستان

ژوندې دې وي زمونږ ملې وحدت

مړه دې وي د افغانستان پټ او ښکاره غلیمان

په درنښت

د غونډې فرهنګې او مطبوعاتی څانګه

۲۰۱۴/۰۶/۰۸

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *