دا ډول ذهني فعالیتونه د الزایمر له مخنیوي سره مرسته کوي

تاند- د بریتانیا د ملي احصاییې ادارې نن /سې شنبه/ په یوه راپور کې اعلان وکړ چې د الزایمر یا هېرې د ناروغۍ په شمول د ذهني پڅېدا په ناروغیو په دغه هیواد کې تر نورو ټولو ناروغیو زیات خلک مري.

د دې ادارې د راپور پر اساس، په ۲۰۱۵ م کال په انګلنډ او ویلز ایالتونو کې تر ۶۱ شپېته زره ډېر انګرېزان د دې ناروغۍ په وجه مړه شوي چې په انګلنډ او ویلز کې د ټولو مړه شویو کسانو په سلو کې ۱۱ اعشاریه ۶ کېږي.

د زړه ناروغي، چې په درسته نړۍ کې تر ټولو د زیاتو انسانانو د مړینې لوی علت بلل کېږي، په انګلنډ او ویلز کې د ټولو مړه شویو کسانو د ۱۱ اعشاریه ۵ سلنې د مړینې علت اعلان شوی دی.

د زړه په ناروغیو اکثره نارینه مري خو د الزایمر په ناروغۍ اکثره مړه شوي کسان ښځې دي.

د بریتانیا د ملي احصاییې د ادارې له شمېرنو سره سم په ۲۰۱۵ م کال په انګلنډ او ویلز کې د الزایمر په ناروغۍ ۴۱ زره ۲۸۳ یا ۱۵ اعشاریه ۲ فیصده ښځې مړې شوي خو په ۲۰۱۴ کال ۱۳ اعشاریه ۴ سلنه ښځې مړې شوې وې.

په ۲۰۱۵ م کال په دې ناروغۍ ۷ اعشاریه ۹ سړي یعني (۲۰ زره ۴۰۳) مړه شوي دي.

خو تېر کال په دغه هیواد کې ۱۴ اعشاریه ۳ سلنه نارینه د زړه په ناروغۍ مړه شوي وو.

په بریتانیا کې د الزایمر او زړه له ناروغیو وروسته په مغزي سکتې، تنفسي ناروغیو او د سږې په سرطان ډېر خلک مري.

په بریتانیا او نورو پرمختللیو هیوادونو کې د روغتیايي وضعیت د ښه والي او لوړو طبي خدماتو په وجه د عمر اوسط او د زړو شمېر زیات دی او د هېرې یا الزایمر ناروغي عموماً زړو ته پیدا کېږي.

حاضردمه یوازې په ویلز او انګلنډ کې د هغو کسانو شمېر، چې عمر یې تر ۹۰ کاله زیات دی، نیم ملیون تنو ته رسېږي.

هغه کسان چې مطالعه کوي او ذهن زیات فعال ساتي، تر نورو لږ په الزایمر اخته کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *