په ډیرې خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د تحول او تداوم د ټیم بانفوسه ملاتړی ، قومي مشر ، سیاستوال او د پکتیا والیښاغلی جمعه خان همدرد د موجوده حکومت د مزار شریف د ټولواک ، زورواک ،په ارګ او قانون برلاسي ، د ولس او حق په وړاندی ستر خنډ ، د شورای نظار او جمعیت اسلامی د کاندید ملاتړی او په وسلو سمبال والی عطا محمد نور د وسلوالو لخوا د پولیسو له یونیفورم څخه په استفاده سره پداسی حالت کې د یو څو(کمین) به واسطحه تر برید لاندی راغئ چې له مزار شریف د کابل په لور راوان ؤ .

د جمعیت اسلامی او شورای نظار په تیرو دیارلس کلنی واکمنۍ کې دا لومړی ځل نده چې شمال کې زمونږ ملی مشران تر برید لاندی راځئ ،ځمکې يې غصب کیږی ، مهاجرت ته اړ کیږي ،له سیاسی او مدنی حقوقو محروم کیږی ، مونږ دغه ډول کرغیړنې کړنې په کلکو ټکو غندو ، د حامد کرزی په مشری نظام د سیاسی رشوت په ورکړه کې خپله بقا لټوله خو دادۍ ثبوتونو وښوده چې دا ورکړه غیر عادلانه ، نه منونکې ، رټل شوې او د جرړو او فساد د ودې پیلامه شوه نو ځکه ولس يریکړه وکړه چې ځان له دۍ شر خلاص کړی او ددغه تیر نظام له لاسه د راټوکیدونکو فتنو مخ ډب او د ولسپال دیوال په جوړیدو سره ملت ته نجات ورکړي ، مونږ د بدلون او دوام تر شا ولاړ یوو ، همدرد صحاب په شمول ټول مشران خپل مشران او ملې سرمایه ګڼوو .

د جمعیت اسلامی او شورای نظار ډلو تل د ولس له ارادو سره جګړیز او له خوشونت ډک چلند کړي ، دوي ته توصیه کوو چې نور د ولس صبر او زغم پای ته رسیدلي هیله ده چې یوځل بیا سم فکر وکړئ تر څو د ملت تر ترحم لاندې راشئ .

د ښاغلی همدرد صاحب شهیدان شوو ساتونکو ته جنت الفردوس غواړو الله ج دی ددوی درجې به جنتونو کې لوړې کړی ، بیشکه دوي او د ننګرهار ولایت هغه ماشوم چې د جمعیت اسلامی د ګوند د کاندید د ملاتړو لخوا په شهادت ورسیدو دوي د ازادی او نجات شهیدان دي مونږ يې کورنیو سره په دې دروند غم کې دردمند یوو ټولو ته صبر جمیل غواړو و له موجوده حکومت غواړو چې دغه قضیې سمې برسي او تر عدلې تعقیب لاندی ونیسي او که مزار کې د جمعیت اسلامی د اوباشانو او ټوپکوال   والی په وړاندی د تیر په څیر د خپلې ناکامې احساس کوي نو دا مسله دي نوي حکومت ته معطل کړی تر څو له شهیدانو او د هغوي له کورنیو سره انصاف وشئ .

په درنښت

د بریتانیا میشتو افغانانو د بدلون او د دوام ټیم د ملاتړ خوځښت

د فرهنګی چارو څانګه

۲۱/۰۶/۲۰۱۶

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *