تاند- په بریتانیا کې د ضایع کېدونکو خوراکي موادو لومړنی پلورنځی د دغه هیواد په (پوډزې) کې پرانستل شو.
په دغه پلورنځي کې هغه مېوې، او نور خوراکي مواد، چې نور پلورنځي یې د شیته کېدو یا د کیفیت د خرابېدو له کبله ایسته غورځوي، له اقتصادي پلوه کمزورو خلکو ته وړاندې کېږي.
د دغه پلورنځي د خوراکي موادو لپاره ټاکلې بیه نشته. پر خوراکي موادو او پلورنځي لیکل شوي«هر څومره چې دې زړه وي، هومره ورکړه.»
د دغه پلورنځي چلوونکي وايي، له کله چې یې پلورنځی پرانستی، ډېرې بېوزلې کورنۍ، په تېره هغوی چې د غړیو شمېر یې زیات دی، ورغلي او راز راز مواد یې ترې پېرلي دي.
تېره میاشت په فرانسه کې پلورنځیو، رستورانونو او د خوراکي موادو عرضه کوونکو شرکتونو ته وویل شول چې هغه خوراکي مواد چې د ضایعاتو په نوم یې ایسته غورځوي، نور ضایع نه کړي بلکې د یوه سیستم تر چتر لاندې یې بېوزلو ته ورکړي.
د راپورونو له مخې، یوازې د امریکا په متحدو ایالتونو کې دومره خواړه ضایع کېږي چې د نړۍ د ټولو وږو انسانانو لپاره کافي دي.