پاکستان د شنبې په ورځ د هند له ملي لوبډلې په اتو ویکټو لوبه بایلوده. پاکستانۍ ډله په ۱۶۵ منډو اوټ شوه. په ځواب کې یې د باران له کبله اوورونو رالنډ شول او هند د دوو لوبغاړو له سوځیدو سره ټاکلي هدف ته ځان ورساوه. تر مخکې پاکستان په خپل ګروپ کې له ویسټ اینډیز او جنوبي افریقا لوبې بایللې وې.
د پاکستان د لوبډلې د کمزوري جوت اړخ د دغه ټیم بیټینګ دی، چې د اتلانو د جام لوبو په ترڅ کې یې یو ځل ۱۷۰، بل ځل ۱۶۷ او دریم ځل ۱۶۵ منډې وکړې. د کرکټ په لوبو کې چې نن سبا ۲۵۰ منډې هم د ډاډ وړ نه ښکارې تر ۲۰۰ لږ منډې د ډیرې کمزورۍ نښه ده.1
د کرکټ د اتلانو په جام لوبو کې له بي ګروپه هند د دریو لوبو له ګټلو سره د خپل ګروپ په سر کې دی او نیمه پای لوبې ته وتلی دی، په هند پسې جنوبي افریقا او ویسټ اینډیز دواړو یوه یوه لوبه ګټلې، یوه یوه یې بایللې او یوه یوه یې مساوې کړې، خو د پاینټونو له مخې جنوبي افریقا تر ویسټ اینډیز مخکې شوی.
د الف د ګروپ لوبې لا پاتې دي او تر اوسه دا څرګنده نه ده د نیوزیلنډ، انګلستان، سریلانکا اواسترالیا تر منځ به کومې لوبډلې نیمه پای لوبې ته رسیږي.
تر اوسه په دې لوبو کې هند اوجنوبي افریقا غښتلي ښکاري او انګلستان دا امتیاز لري چې لوبې یې په خپل کور کې دي، خو لاهم څرګنده نه ده چې سریلانکا به څه وکړي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *