بشیر نادري

تاند- د بشیر نادري په نوم یو افغان، چې له بریتانیا څخه یې د وتلو پرېکړه شوې وه، وروسته له دې له بېرته ستنولو وژغورل شو چې د ده د نه ستنولو په ملاتړ کې د ۱۳ زره بریتانیاوالو لاسلیکونه ټول شول.

د لاسلیکونو له ټولېدو وروسته د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت وویل چې د بشیر نادري د بېرته ستنولو پر پرېکړه بیا غور کوي.

نوموړی لس کلن و چې بریتانیا ته لاړ او اوس نولس کلن دی.

د نادري د نه ستنولو په ملاتړ کې ویل شوي چې وسله والو طالبانو د ده پلار وژلی او له افغانستان سره بالکل نابلده شوی دی حتي د افغانستان په کومه ژبه هم نه پوهېږي.

نادري د بریتانیا په کاردیف کې اوسي او د ژوند انډیواله یې هم یوه بریتانوۍ ده.

نادري تېره میاشت په کاردیف کې ونیول شو او کله چې پولیسو د لندن ګیټویک هوايي ډګر ته بېوه څو افغانستان ته یې ولېږدوي، ده مقاومت وکړ او په نتیجه کې یې خوږ شو. په روغتون کې درملنې موقع ورته برابره کړه چې هغه کورنۍ پرې خبره شي چې دی یې پاللی و او په عین حال کې خپله قضیه په پراخه پیمانه مطرح کړي.

وروسته له دې چې د نادري پلار د طالبانو له لوري ووژل شو، د ده مور خپل کور وپلوره او دی یې پرې بریتانیا ته واستاوه. د بریتانیا د ویلز په مرکز کاردیف کې د بش په کور کې ومنل شو. دې کورنۍ پرې زده کړې وکړې او د ده لپاره د لاسلیکونو په ټولولو کې یې هم مهمه ونډه واخیسته.

ګارډین ورځپاڼه د مهاجرو د یوې ملاتړې شبکې په استناد وايي چې له ۲۰۰۷ څخه تراوسه پوري ۲ زره افغان ځوانان په زوره افغانستان ته بېرته استول شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *