تاند – یوه نوې سروې ښيي چې د بریتانیا د ۶ ملیاردرانو شتمني د دغه هیواد تر ۱۳ ملیون بېوزلانو زیاته ده.

د میرر ورځپاڼې د راپور له مخې، د بریتانیا د ۴ کورنیو یوازې د ۶ تنو شتمني ۳۹ ملیارده او ۴ سوه ملیون پونډه ده چې د بریتانیا د ۱۳ ملیونه او ۲ سوه ملیون تنو بېوزلو د ټولې شتمنۍ برابر ده.

د انډین برادرز ګوپي چاند او سرچاند هندوجا شتمني ۱۲ ملیارده او ۸ سوه ملیون پونډو ته رسېږي. له دوی وروسته د کیمیايي موادو شرکت سرجیک راتکلیف دی چې شتمني یې ۹ ملیارده او ۲ سوه ملیون پونډه اټکل شوې ده.

د (Hedge fund ) کمپنۍ د منېجر مایکل پلاټ شتمني ۶ ملیارده او سل ملیون پونډه بلل شوې. ورپسې ډېر شتمن ډاوید او سیمن دي چې شتمني یې ۶ ملیارده او ۲ سوه ملیون پونډه ګڼل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *