تاند- پاکستاني رسنۍ وايي چې په بریتانیا کې یوه پاکستاني ډاکتر یوې ځوانې ناروغې ته د لاس اچولو له کبله د پاکستان نوم بد کړ.

«پاکستان» ورځپاڼې د یکشنبې په ګڼه کې لیکلي: په بریتانیا کې په یوه بله شرموونکې پېښه کې ۶۹ کلن پاکستاني ډاکتر شاهد ایوب پر یوې ۲۲ کلنې ناروغې حمله وکړه او ملت یې وشرماوه.»

ورځپاڼه وايي، ډاکتر شاهد د لیډز ښار په ویسټ پواینټ پریکټس روغتون کې کار کاوه. ده ته یوه ۲۲ کلنه نجلۍ، چې په ترافیکي پېښه کې یې غاړې ضربه لیدلې وه، راغله. ډاکتر شاهد ورته وویل چې پر عضلو یې فشار راغلی او مساژ یا چاپي ته اړتیا لري او دی کولی شي چې د مساژ له لارې دا تکلیف ورته ختم کړي.

ډاکتر شاهد ایوب د روغتون د خونې دروازه بنده کړه، ماساژ یې پیل کړ، نجلۍ چې ولیدل چې د ډاکتر نیت خراب دی، د ځان خلاصولو هڅه وکړه خو ده له زوره کار واخیست. بالاخره نجلۍ، سره له دې چې درد درلود، ځان خلاص کړ او پولیسو ته یې شکایت وکړ. پولیسو ډاکتر نه یوازې له کاره منع کړ بلکې لویه دوسیه یې ورته جوړه کړه.

په لوېدیځو هیوادونو کې، سره له دې چې قانوناً په خپله خوښه جنسي اړیکې منع نه دي خو په دې کار کې د جبر او زور په وړاندې هیڅ زغم نشته. هغه کسان خورا سخته سزا ویني چې د ښځې د خوښې خلاف هغې ته لاس واچوي یا داسي څه ووايي چې هغه تېری او سپکاوی وګڼل شي.

ډاکتر شاهد ایوب نه یوازې ځان بدنامه کړ بلکې خپل خلک یې هم د بریتانیاوالو په نظر مشکوکه کړل. دا قاعده عمومي ده چې که د یوه ولایت اوسېدونکی په بل ولایت کې جرم وکړي نو خلک په ځای د دې چې جرم فردي وګڼي د مجرم ولایت ته په بد نظر ګوري. دا مسله په هیوادونو هم صدق کوي.

له همدې کبله هغه افغانان، چې په بهرنیو هیوادونو کې اوسي لا زیات مسوولیت لري چې لا زیات احتیاط وکړي ځکه چې د دوی جرمونو ته د فردي جرمونو په سترګه نه کتل کېږي بلکې د ټول ملت عزت له پوښتنې سره مخامخوي.

2 thoughts on “په بریتانیا کې پاکستاني ډاکتر ته د ۲۲ کلنې نجلۍ مساژ ګران تمام شو”
  1. Salam,
    Khoday de da tesh pa name islami pokistaney khwaar krrie. Ttol daktteran yi washarmaol. Hamda fotto ki yi che d gharre destmal dey zan de pre pannsie krry! che d` marieze d gharre la derda khaber shway y.!

    Pa dranisht. SAPHI

  2. The British government should revoke his citizenship and deport him back to his home country. Deportation is the toughest punishment for criminal immigrants living in western countries.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *