تاند- په نژدې ۷۰ کلونو کې د لومړي ځل لپاره د بریتانیا په انګلیستان (انګلنډ) او ویلز کې تر هغو ښځو چې عمرونه یې تر ۲۰ کلونو ټیټ دي، هغه ښځې، چې عمرونه یې تر ۴۰ اوړي، زیات ماشومان زېږوي.
د بریتانیا د ملي احصایې د ادارې له معلوماتو سره سم په ۲۰۱۵ م کال په دغه هیواد کې ۶۹۷۸۵۲ ماشومان زېږېدلي دي.
په دې منځ کې په هرو زرو ښځو کې، چې عمرونه یې تر ۴۰ کلونو زیات و، ۱۵ اعشاریه ۲ یې ماشومان زېږولي دي خو هغو ښځو چې عمرونه یې تر ۲۰ کلونو کم دي، په هرو زرو کې ۱۴ اعشاریه ۵ ماشومان زېږلي دي.
تر دې پخوا په ۱۹۴۷ م کال د دوهمې نړیوالې جګړې له کبله د هغو ښځو چې عمرونه یې تر ۴۰ لوړ وو، په هرو زرو کې ۱۵ اعشاریه ۲ ماشومان زېږولي ول.
له ۱۹۷۵ م کال را په دې خوا په تدریج په زیات عمر د ماشوم زېږولو تمایل زیاتېږي. اوس په بریتانیا کې د ماشوم زېږولو متوسط عمر ۳۰ اعشاریه ۳ دی.
اکثره بریتانیایان او نور اروپایان نه غواړي په ټیټ عمر ماشوم ولري ځکه چې دوی فکر کوي د ماشوم زېږول یې له کار کولو یا پیسو ګټلو، تفریح او چکر وهلو راګرځوي.
له همدې کبله په اکثرو اروپايي هیوادونو کې د نفوس وده معکوس ده. په یو شمېر اروپايي هیوادونو کې ښځو ته ځانګړي امتیازات ورکوي څو د اولاد پیدا کولو ته تشویق شي.