تاند- په بریتانیا کې یو افغان ترجمان، چې یوه اومیندواره ښځه یې کښل کړې وه، په اته میاشتې بند محکوم شو.

اته ویشت کلن جمشېد اصف، په داسي حال کې یوې ښځې ته لاس واچاوه او هغه یې مچه کړه، چې هغې غوښتل په خپل موټر کې کښېني.

د بریتانیا د ډیلي مېل ورځپاڼې د راپور له مخې، جمشېد اصف، چې په افغانستان کې یې د بریتانیايي پوځیانو ترجماني کړې ده، اجازه ترلاسه کړې وه چې له خپلې مېرمن او دوو ماشومانو سره په بریتانیا کې واوسي.

دی ادعا کوي چې د ښځې په خندا او سرو کړیو شونډو وغولېده.

اصف محکمې ته وویل چې ښځې ورته وخندل او ده فکر وکړ چې د جنسي اړیکو بلنه یې ورکړې ده.

جمشېد به د دې ترڅنګ چې اته میاشتې په بند کې تېروي، د لسو کلونو په مخه د جنسي تېریګر په توګه راجستر وي.

په لوېدیځو هیوادونو کې هغو کسانو ته، چې جرمي سابقه ولري، په اسانه کار نه موندل کېږي.

د اصف د دوسیې څارنوال وايي، چې نوموړي لومړی له ښځې د جنسي اړیکو غوښتنه کړې او مخکې تر دې چې ښځه ورڅخه موټر ته سپره شي، هغې ته یې لاس اچولی او په زوره یې مچه کړې ده.

د څارنوال په وینا، ښځې اصف ته ویلي چې ورڅخه لېري شي، حامله ده خو اصف یې خبرو ته غوږ نه دی نیولی.

9 thoughts on “په بریتانیا کې یو افغان په اته میاشتې بند محکوم شو”
  1. که زه د هغې محکمې قاضي وای دې ښځې ته مې د لنګوال تر وخته بند اورولو ـ چې باد نه وی د ونې پاڼې نه ښوري ، په لوړه کچه آرایش خو ېې په بلاشه ، د ترجمان سره بې ځایه خندا او ځينو حرکاتو ېې هغه تیرویستلئ نو ځکه ېې غلط قدم اخستئ، د درني جامې او درنو حرکاتو والا ښځو ته هرڅوک احترام لري

  2. He is stupid, may be he thought because he was translator helping British personnel in Afghanistan he can do any thing he wants when he was admitted to live in UK.

  3. He is married having two children and he is Muslim, why would he do such a stupid thing. May be he is not mentally stable person, he should be deported back to Afghanistan before he does stupid things.

  4. Stupid people like him always bring shame to Afghans. They do not care what they do and do not pay attention to their religion. He is F… up. He would not be able to find any legal work in the Territory of England because of this offense. What a shame for a married man.

  5. د ځينو خلکو قضاوت ته سړی حیرانیږي انسان خو څه کوې چې حیوان هم وي د حامله دارې په وخت کې خلک پام ور سره کوي دې ځناور ترجمان خپله ښځه هم لرله زه وایم چې اته میاشتې ورته لږې هم دي پکار ؤ چې لدې ډېره جزا او نغدي جریمه یې هم ورکړې وای چې بیا په خپل ژوند کې داسې کار ونکړي

  6. دا کار مونږ ډیر په کلکه غندو ځکه چه په افغانی ټولنه کی چه مونږ ټول مسلمانان یو او یو بل زنانه ته احترام لرو او درانوی یی کوه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *