تاند- په بریتانیا کې یو افغان کډوال، چې په دې پلمه، چې د ملا درد لري او کار نه شي، کولی په تېرو ۱۱ کلونو کې له حکومت څخه ۳۰ زره پونډه اخیستي وو خو اوس څرګنده شوې ده چې ۴ ځایه په پټه کار کاوه.

د ډیلي مېل ورځپاڼې د راپور له مخې، ۳۱ کلن رسول قدیر، چې د ملا د معیوبوالي په پلمه له حکومت څخه مرسته ترلاسه کوله او ویل یې چې کار نه شي کولی په یوه دوکان، یوه کېک پلورنځي، د کارموندنې ادارې او د ویټامینو په یوه کمپنۍ کې کار کاوه.

د قدیر راز څلور کاله وروسته له دې معلوم شو چې کوم چا حکومت ته د ده په اړه معلومات ورکړل.

رسول قدیر وايي، په دې نه پوهېده چې غیرقانوني کار کوي ځکه چې په انګلیسي ژبه نه پوهېده او د بریتانیا د امتیازونو یا بینیفیټ په سیستم نه پوهېده.

قدیر په محکمه کې په دوو ځایونو کې پر پټ کار کولو اعتراف وکړ او دغه راز یې ومنله چې د امتیازونو د ترلاسه کولو لپاره یې دروغ ویلي و.

محکمې دی په ۳۰ میاشتې قید محکوم کړ خو قاضي وروسته وویل چې په دې شرط په ضمانت خوشي کېدای شي چې د ۲۰۳۰ کال تر مې میاشتې پورې د میاشتې ۱۷۵ پونډه بېرته ورکړي.

ده تراوسه پورې ۳ زره پونډه ادا کړي دي.

قدیر په ۲۰۰۳ م کال بریتانیا ته له خپل پلار سره مهاجر شو. هماغه مهال دی ۱۶ کلن و.

One thought on “په بریتانیا کې یو افغان چې ځان یې معیوب ښودلی و، ونیول شو”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *