تاند- په بریتانیا کې ۱۰۱ کلن سړی د ماشومانو د جنسي ځورونې په جرم په ۱۳ کاله بند محکوم شو.

پر راف کلارک ثابته شوې چې لږترلږه ۱۳ ځلې یې ماشومان جنسي ځورولي دي.

کلارک د بریتانیا په حقوقي تاریخ کې تر ټولو د زیات عمر خاوند محکوم پېژندل شوی دی.

ښاغلی کلارک د بیرمنګم په محکمه کې د دوو ماشومو نجونو او یوه ماشوم هلک په جنسي ځورونې محکوم شو.

د محاکمې په بهیر کې وویل شو چې کلارک په اردینګټن ښار کې په خپل کور، پیک کپ موټر او باغچه کې دوې ماشومې نجونې بیا بیا ځورولي دي.

کلارک، چې په ۱۹۱۵ م کال زېږېدلی، پخوا د بریتانیا د هوايي ځواک صاحب منصب و.

قاضي کلارک ته د ۱۳ کاله قید سزا د اورولو په ترڅ کې وویل چې د عمر زیاتوالی د دې معنا نه شي لرلی چې څوک دې ځان پرې له عدالته خلاص کړي.

قاضي همداراز مجرم ته وویل«سره له دې چې تاسو بوډا او کمزوري یاست او پر خپل جرم مو اعتراف کړی خو بیا هم داسي ښکاري چې د پښېمانۍ احساس نه کوئ.»

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *