خبریال: میرویس جلالزی – په بریټانیا کې د افغان ژباړونکو د ملاتړ لپاره ۱۶۰۰۰ لاسلیکونه راغونډ کړای شوي دي.

دغه ګام وروسته تر هغه پورته کیږي چې بریتانیا د امریکا په څیر ونه غوښتل خپلو افغان همکارانو ته پناه ورکړي او هغوی ومني.

د بریټانیا د قانون له مخې که پر یوې مسلې تر لس زرو څخه د زیاتو بریټانویانو لاسلیکونه ټول شي، پر هغې په پارلمان کې بحث کېدای شي.

د بریټانیا د ار ټي ټلویزیوني چینل د راپور له مخې له ۲۰۰۱ کال را په دې خوا د بریټاییا ۲۰ تنه افغان ژباړونکي وژل شوي ۹۴ نورو ته د مرګ ګواښونه شوي، ۶۰۰ یې د بریټانیا د ویزې د اخیستلو لایق شمیرل شوي لیکن ۳۱ تنه تر اوسه توانیدلي چې د دغه هیواد ویزې ترلاسه کړي دي.

د دغو کسانو له ډلې یو هم د هپي په مستعار نوم هغه افغان ژباړونکی دی چې بریټانیا ورته ویزه ورنه کړه او په خطرناکه لاره یې د فرانسې تر کالایس ټاپو ځان ورساوه او دغه ټلویزیون ته یې ویل چي بریټانیا خپل همکاران هیر کړي دي.

هپي نومي دغه افغان ویلي چي د بریټانوي پوځیانو ډیری افغان ژباړونکي د مرګ له ګواښونو سره مخ دي او باید ورسره مرسته وشي.

شپاړس زره لاسلیکونه د هغو خیریه ټولنو له لوري را ټول شوي چې د بریټانیا د خواخوږو د مرستې لپاره فعالیت کوي.

په ورته وخت کي د امریکا افغان همکاران هم شکایت کوي چي د دوی کیسونو ته په چټکۍ ځواب نه ویل کیږي او د دوی او د دوی د کورنیو پر وړاندي خطرونه هره ورځ په زیاتیدو دي.

د دیوید کامیرون دولت ویلي چي دوی نه شي کولای دغه افغانان ومني او ورسره د کډوالۍ په برخه کې مرسته نه شي کولای.

یاد تلویزیون ویلي چې دوی حتی د دیوید کامیرون افغان ژباړونکي ته چې په افغانستان کې و او شفیع نومیده کله چې یې ژوند له خطر سره مخ شو یوازي د پنځلس زره پونډه مرسته وکړه چې هغه د افغانستان له یوې سیمې بلې هغې ته د خوندي توب لپاره کډه شي.

One thought on “په بریټانیا کې افغان ژباړونکو ته د مرستې لپاره ۱۶۰۰۰ لاسلیکونه ټول شوي”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *