سید شاه خروټی –
په افغانستان کې له تېرو دیرشو کلنو راهیسې خپلې منځنۍ جګړې ډېر خلک مجبوره کړل چې خپل کورکلی او هیواد پرېږدي او په نورو هیوادونو کې ژوند وکړي. په انګلستان کې هم شااوخوا یو لک افغانان ژوند کوي.هر سړی په خپل ژوند او له خپلې کورنۍ سره بوخت دی.
څوک مسلکې کارونه کوي، څوک کاروبارکوي، ځینې مزدوري کوی، ځینې خپلې زده کړې پرمخ بیایې یانې هرسړی بوخت دی. خو ترټولو زیات بوخت ژوند د ډاکټرانو وي.
په انګلستان کې په زرګونو مسلکې افغانان لکه انجینران، ډاکټران، وکیلان او همداسې کاروباري خلک ژوند کوي. په دې مسلکې خلکو کې یو ډاکټر امان شمس دی. ښاغلی ډاکتر شمس له تېرو 15 کلونو راهېسې په انګلستان کې ژوند کوي او د ډاکټر په توګه کارکوي.
نوموړی له هغو خلکو څخه دی چې د د وطن او د وطن والو مینه یې د آرام خوب ته نه پرېږدي. هغه انګلستان ته له راتګ سره خپلې هلې ځلې پیل کړې چې خپل وطنوال سره یوځای کړي او پیل یې له خپلو هم مسلکو خلکو وکړ.
د افغان ډاکټرانو د یوځای کولو لپاره یې له خپلو نورو هم مسلکه افغان ملګرو سره مټې راونغښتې . له افغان ډاکټرانو سره یې صلاح مشورې پیل کړې او د لومړي ځل لپاره یې د افغان ډاکټرانو ټولنه جوړه کړه چې٫ افغان هیلت کیر پروفېشنلز٬ نومیږي.
د دې ټولني له لارې یې افغان ډاکټران او په طب پورې تړلي کسان له یو بل سره ونښلول. دا ټولنه هر کال په لکونو افغانۍ د افغانستان له مختلفو روغتونونو سره مرسته کوي.
ډاکټر امان شمس د یوکال لپاره د دې ټولنې مشر پاتي شو او بیا یې له لندن څخه د خپلې دندې لپاره سکاټلېنډ ته کډه وکړه. د ډاکټرشمس او د هغه ملګرو جوړه کړې ټولنه په کال کې دوه یا درې سیمینارونه جوړوي چې په بریتانیا کې میشتو افغانانو ته د طب په برخه کې سلا مشورې ورکوي او هغو افغان زده کوونکو ته لارښوونه کوي چې په راتلونکې کې غواړي د طب په برخه کې زده کړي وکړي. د افغان هیلت کیرد سیمینارونو له کبله ډېر افغان ځوانان دې ته تشویق شول چې لوړي زده کړي وکړي.
غني خان وایې:
ژوندون څه دی د زمان په منځ کې منډه ډیره تېزه، ډېره تونده، ډېره لنډه چې خبرېږې نو به وخت درباندې تېر وي لکه څوک چې په چا ووهی ملنډه
ډاکټر امان شمس سکاټلینډ ته کډه وکړه خو د لندن ملګرو سره یې خپلې اړیکې ونه شلولې بلکې په ډېرو داسې غونډو کې هم لېدل کیږي چې ډېر لندن مېشته افغانان نه لېدل کیږي.په سکاټلینډ کې هم په زرګونو افغانان ژوند کوي خو تیت پریت ول، ډاکټر امان شمس په سکاټلینډ کې هم د افغانانو د یوځای کولو هڅې پیل کړې او له ډېرو منډو ترړو وروسته په دې وتوانېد چې د سکاټلېنډ افغانان سره یو ځای کړي. هغوی ته یې یوه ټولنه جوړه کړه او له یو بل سره یې ونښلول. د هغوی کوچنیانو ته یې د پښتو او دري ژبې کورسونه پیل کړل چیري چې هغوی کولای شي له خپل کلتورسره اشنا شي. اوس سکاټلېنډ کې زیاتی افغانان له یو بل سره پېږني، د یوبل په خوښۍ او غم کې ګډون کوي. د خپلو کوچنیانو د راتلونکې لپاره له یوبل سره مشورې کوي.
ډاکټر امان شمس په عین وخت کې د مختلفو ناروغیو په هکله په پښتو لیکنې کوي، طبي څیړني او مقالې پښتو ته ژباړي. له بي بي سي، امریکا غږراډیو او اشنا ټلویزیون او له نورو رسنیو سره د طبي مشورو او څېړنو په هکله مرسته کوي، وخت په وخت له هغوی سره مرکې کوي او په مورنۍ ژبه طبي لارښوونې کوي. د اروپا په چټک او ستړي ژوند کې د ډاکټرشمس فعالیتونو ته سړی چې ګوري نو هک پک پاتي شي چې هیڅ ستړیا نه لري.او که ستړیا لري هم نو د هغه له خپلو خلکو او هیواد سره مینه هغه دې ته نه پرېږدي چې په آرام کښینې. الله دې ډاکټر شمس په شان نور افغانان پیدا کړي چې زموږ د بې وزلو خلکو او د ګران هیواد خدمت وکړي.
آمین