تاند- د عراقي رسنیو د راپور له مخې، په بغداد کې د افغانستان د سفارت په ودانۍ کې نن /چهارشنبه/ اور ولګېد.

د عراق د ملکي دفاع ادارې تایید کړه چې په بغداد کې د افغانستان سفارت نن ماسپښین مهال اور واخیست.

اور وژونکي سمدستي د پېښې ځای ته واستول شول او اور یې ژر مړ کړ چې په نتیجه کې یې سفارت ته زیات تاوان ونه رسېد.

د عراق امنیتي سرچینې وايي چې په دې پېښه کې د افغانستان د سفارت هیڅ کارکوونکی یا دیپلومات ژوبل شوی نه دی.

امنیتي سرچینې وايي، د برښنا شارتي سبب شوه چې د سفارت په ودانۍ کې اور ولګېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *