راپور: عبدالرشید سعادت
نن پنجشنبه ( ۱۳۹۸، د لړم ۲۳مه) د بغلان پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځی د پښتو ژبې او ادب څانګې د زده کړیالانو له خوا د (لفظونه او رنګونه) تر نوم لاندې ځانګړې مشاعره تر سره شوه چې د پوهنتون د استادانو او زده کوونکو ترڅنګ ددې ولایت ګڼو ادیبانو او فرهنګیانو هم په کې ګډون کړی و.
مشاعره چې سهار لس نیمې بجې پیل شوه، لسګونو شاعرانو په کې خپل شعرونه او زمزمې واورولې چې دا ځل یې عمومي موضوع مینه او د راز او نیاز د نړۍ بېلابېل اړخونه وو، خو د سولې، ټولنیزو ناخوالو او جګړې تورې خواوې هم په کې انځور شوې وې. ځینو شعرونو اخلاقي نورمونه او د رښتینې ازادۍ پیغامونه هم په خپلو رنګینو وزرونو کې را نغښتي وو.
د پښتو ژبې او ادب څانګې مشر پوهندوی نصیر احمد طاهري د ښه راغلاست وینا کې مېلمنو او زده کوونکو ته د ستړي مه شي او ښه راغلي تر څنګ د شعر پر بېلابېلو تخنیکي او فني اړخونو یې لنډې خبرې وکړې او د شعر په اړه یې د هېواد د ستر کره کتوونکي محمد صدیقي روهي ځينې سپارښتنې هم وړاندې کړې.
د پښتو څانګې بل استاد پوهنیار رحیم الله ګهیځ وویل چې شاعر ټولنیز مسوولیتونه لري او که چېرته یې رعایت نه کړي، نو بیا شاعرانه هنر هم شاعر د شهرت او محبوبیت اوج ته نه شي رسولی، ځکه اړینه ده چې اخلاقو او هنر ته خپله ژمنتیا څرګنده کړي.
وروسته د مشاعرې برخه پیل شوه چې ښځینه او نارینه شاعرانو په کې د بشپړې ازادۍ په فضا کې هنري او رنګین شعرونه وړاندې کړل، د مشاعرې د شعرونو یوه برخه ترنم او زمزمو ته ځانګړې شوې وه چې د تکړه ولسي شاعر ذکرالله ملنګ، قاري شېرعلي لکڼوال، محمد زمن لېوال، مطیع الله عزیزي، نجیب الله احمدزي او داوود داوري زمرمې په کې د ځانګړې یادونې وړ وې.
شاعر او فرهنګي فعال رازمحمد راز، شاعر وسیم مومند، د کتابستان مشر ولي الله غرور، د ښوونکو روزنې عالې موسسې د پښتو څانګې مشر استاد محمد اکرم عمرزي د راغلو مېلمه فرهنګیانو په استازولۍ شعرونه واورول.
په ټوله کې د (لفظونه او رنګونه) مشاعرې عمومي پیغام، مینې، صمیمیت، سوکالۍ، ملي پخلاینې او له کرکې د یوه پاک چاپېریال لور ته بلنه وه چې له همدې امله ګډونوالو په تودو چکچکو بدرګه کړل.
مشاعره ماسپښین مهال د پوهنیار فدامحمد فدايي او استاد عمرزي په ارزونکو خبرو را ونغاړل شوه او په ټوله کې یې مثبته ارزیابي کړه، خو د ښوونیار عمرزي صاحب غوښتنه دا وه چې د مشاعرې د ګډون کوونکو لمن باید نوره هم پراخه شي. د پښتو څانګې بل استاد پوهنمل عبدالجلیل هاشمي د خپلې پایلیزې وینا په ترڅ کې د پښتو څانګې د زده کړیالانو هڅې وستایلې او وویل : خوشحاله یم چې مشاعرې ښه منځپانګه درلوده، نوي ګډونوال راغلي وو، د نورو څانګو زده کوونکو هم په کې ګډون کړی و او ښه تعادل یې درلود، استاد هاشمي د ویاندویانو له ستاینې وروسته دغه ادبي ناسته په خپله دعا سره پای ته ورسولې.
د مشاعرې د ستیج او ویندويي د تنظیم چارې د دویم ټولګي د تکړه او فعالو زده کړیالانو ښاغلي نورګل اندړوال او اغلې ملکې پر غاړه وې چې ټول شاعران یې پر ښکلې بلنه او مننه بدرګه کړل او په ځانګړو انتخابي شعرونو یې د مشاعرې بهیر رنګین ساتلی و.
د یادونې وړ ده چې د بغلان پوهنتون د پښتو ژبې او ادب څانګې دغه مشاعرې په هرو پینځلسو ورځو کې د زده کوونکو، استادانو او ددې ولایت د ازادو فرهنګیانو په ګډون د حکیم سنايي پوهنتون د غونډو په تالار کې تر سره کېږي چې واک یې له زده کوونکو سره وي.
د فرهنګي چارو ارزوونکي او ادبي کره کتونکي په دې باور دي چې دا ډول ادبي ناستې او مشاعرې د ادبیاتو زده کوونکو او د ادب مینه والو ته ددې چانس او ځواک ورکوي چې په عملي ډول د ستیج پر سر د وینا او شعر ویلو هنر زده کړي او وکولای شي چې خپل ادبي استعدادونه له تدریسي ټولګي بهر څرګند کړي او تر یوه چتر لاندې د نورو ټولګیو له زده کوونکو او ازادو فرهنګیانو له تجربو ګټه واخلي.