ليکوال: ګل محمد ذره
نن پنجشنبه ۲۸\زمری\۱۳۹۵ د بغلان ولايت، حسين خېلو سيمه کې د امير کروړ ادبي بهير لخوا د ګران افغانستان د خپلواکۍ ۹۷ مې کليزې لمانځغونډه تر سره شوه، غونډه د ماسپيښين له ۳:۰۰ څخه پيل او د مازيګر تر ۳۰: ۶ بجو پورې يې دوام وموند.
ياده غونډه د ذکرالله ملنګ لخوا د قرآن عظيم الشان په څو مبارکو آيتونو سره پيل شوه چې ورپسې د هېواد ملي سرود وغږول شو.
نوموړې لمانځغونډې ته د بغلان ولايت له ګوټ ګوټ څخه له کېله ګي، ډنډ غوري، پلخمري، زمانخېل، حسين خېل، شهر کهنه، مرکزي بغلان، ډنډ شهاب الدين او له نورو مختلفو سيمو څخه ګڼ شمېر مشرانو او ځوانانو، شاعرانو او ليکوالانو ګډون کړی وو.
يادې لمانځغونډې ۳ برخې درلودې: ۱ د ويناوو برخه ۲ ازاده مشاعره ۳ ملي اتڼ
د وياندويئ چارې يې غفران سيال او ګل محمد ذره پر مخ بېولې.
د لمانځغونډې د پرانيستې وينا لپاره د امير کروړ ادبي بهير بنسټ کېښودونکی مطيع الله اراک راوبلل شو، اراک صيب له آمو تر اباسينه لر او بر افغان ستر ملت ته د هېواد ۹۷ مې کليزې مبارکي وويله، نوموړي خپلو خبرو کې د مهاتما ګاندي لخوا د هندوستان د اقتصادي خپلواکۍ په اهميت باندې رڼا واچوله چې ولې نن په سيمه کې په يو اقتصادي ځواک بدل شوی، او افغانستان ۳ ځل له انګرېز خپلواکي واخيسته او ۱ ځل د روس يرغل په وړاندې يې پاڅون وکړ، د يادو قربانيو پايله نن دا شوه چې ځينې د دولت نوع فدرالي او پارلماني غواړي، افغان هويت سره مخالفتونه او ورته نور نژادي، ژبنيز، فرهنګي او سمتي مخالفتونه را مينځ ته شوي . . . چې افغان حکومت او ملت يې له روان تمدن څخه لرې ساتلی خو زموږ د ځوانانو بنسټيزه دنده به همدا وي هر هغه څوک چې افغان ارزښتونو ته سپکاوی کوي نو په وړاندې به يې په کلک دريځ درېږو لکه څنګه چې مو په تذکرو کې د افغان هويت په اړه خپل دريځ ښکاره کړ، لکه څنګه چې نن راټول شوي يو . . . موږ به فرهنګي بهيرونه او مدني ټولنې د ځوان فکرونو د داسې افغانيزه کولو په موخه پر مخ بوځو چې اسلاميت او انسانيت پرې ووياړي.
ورپسې کبير احمدزي د امير کروړ ادبي بهير له بلنې څخه په مننه وويل: د امير کروړ ادبي بهير له مشرتابه او غړو يې ډېره مننه کوو چې خپل په کوربه توب يې د ګران وطن د ۹۷ مې کليزې لپاره داسې لمانځغونډه جوړه کړې او زياته يې کړه چې د تل لپاره به موږ همداسې په ښې هماهنګې سره پر مخ ځو تر څو وکولای شو خپل هېواد ته په هره برخه کې لازم خدمت تر سره کړای شو او ځوانان يې د هېواد ملي ګټو پاللو ته وهڅول.
د احمدزي صيب نه وروسته اسلام الدين څرګند خپلو خبرو کې وويل دا ډېر د وياړ ځای دی چې د امير کروړ ادبي بهير لخوا د هېواد د خپلواکۍ داسې لمانځغونډه جوړه شوې، نوموړي زياته کړه چې اوس خو موږ د يو ښايسته تجير لاندې، مګرافون او نور امکاناتو په لرلو سره ننی غونډه لمانځو خو که په يوه دښته هم داسې غونډې جوړې شي نو په ورين تندي به يې ولمانځو ولې چې دا موږ ته د وياړ ځای دی.
ورپسې استاد عبدالقدوس، حاجي فرهاد احمدزي، له کېله ګي څخه راغلي مومن خان ساپي، عبدالحليم حبيبزی، موبين ځدراڼ، نظير نجم او نورو قدرمنو خپلې ويناوې وکړې.
ورپسې د غونډې د ازادې مشاعرې پيل د ذکرالله ملنګ په شعر وشو او ورپسې سيدا جان سادات، خيال جان ستانکزی، محبت يار حسرت، نور ګل اندړوال، قاسم عابر، نوروز بنده، کوچنی شاعر مدثر ملنګ او نورو ځوانانو خپل ښکلي شعرونه د مشاعرې ګډونوالو ته وړاندې کړل.
د غونډې دريمه برخه ملي اتڼ ته ځانګړې شوې وه چې پکې ډېرو تکړه ځوانانو برخه واخيسته او په ښه شور او شوق سره مو د غونډې اتڼيزه برخه پر مخ بوتله، په پای کې غونډه د ذکرالله ملنګ په دعايې سره پای ته ورسېده.