تاند – پولیسو د بغلان ولایت د زاړه ښار درې قصابان په سیمه کې د خره او اس د غوښې د خرڅولو په تور ونیول او رسنیو ته یې وښودل.
د پولیسو یوه قوماندان په داسې حال کې چې رسنیو ته یې د خرو او اسونو تازه اېستل شوي پوستکي، پښې او سومونه ور وښودل، وویل چې یاد کسان یې په دغه ناوړه عمل لاس په لاس نیولي دي.
که څه هم چې د اس د غوښې په رابطه ویل کیږي چې خوړل یې روا دي لاکن د خره غوښه ناپاکه بلل کیږي او مسلمانان یې نه خوري.
دا لا معلومه نه ده چې یادو قصابانو دا کار د ډېرو پیسو د پیدا کولو لپاره کاوه که د دغه کار تر شا کومه بله انګېزه موجوده وه.