تاند- د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالي کې د وسله والو طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ په خونړۍ نښته کې تر شلو ډېر سختدریځي ووژل شول.
د مرکزي بغلان ولسوال ګوهر خان بابري نن /یکشنبه/ وویل، نښته تېره شپه هغه مهال پیل شوه چې وسله والو طالبانو په (چهارشنبه تپه) کې پر څو امنیتي بوستو بریدونه وکړل. د ولسوال په وینا د طالبانو په حمله کې د سیمې یو شمېر کورونه سخت زیانمن شول.
په همدې حال کې د بغلان د پولیسو ویندوی ذبیح الله شجاع په چهارشنبه تپه کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د نښتې پېښېدا تایید کړه، ویې ویل چې په لړ کې یې تر ۲۰ زیات یاغیان وژل شوي او یو شمېر نور ژوبل دي.
شجاع وویل چې نن کرۍ ورځ د دواړو خواوو ترمنځ جګړه روانه وه.
مرکزي بغلان، دهنه غوري او ډنډ غوري د بغلان هغه سیمې دي چې تل پکې د دولت او وسله والو طالبانو ترمنځ نښتې کېږي.
د جګړو او ناامنۍ د دوام له کبله د دغو سیمو خلک په ځلونو بې کوره شوي، ماشومان یې له زده کړو او روغتیايي امکاناتو محروم شوي او اقتصاد یې سخت زیانمن شوی دی.