تاند- د ایساف یوه هیلي کوپتر تېره شپه د عملیاتو په ترڅ کې د بغلان ولایت په بورکه ولسوالۍ کې وغورځېده.
د بورکې ولسوال عبدالجبار اسلامي وویل، تېره شپه په بورکه ولسوالۍ کې عملیات وشول چې په لړ کې یې ناټو ځواکونو په هیلي کوپترونو کې له یوې ولسوالۍ دوه – درې تنه یووړل، په همدې منځ کې د ناټو یوه څرخکه ولوېده.
ولسوال د ناټو د هلیي کوپترې د لوېدو په نتیجه کې د مرګ ژوبلو په اړه بې خبري څرګنده کړه.
په همدې حال کې د وسله والو طالبانو یوه ویندوی ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي، تېره شپه په داسي حال کې چې بهرنیو ځواکونو د بورکې ولسوالۍ په شش کل کلي کې پر طالبانو چاپه وهله، د دوی یوه چینوک هیلي کوپتر په توغندي وویشتل شوه او په هوا کې یې اور واخیست.
مجاهد ادعا کړې چې په دې څرخکه کې ۲۷ امریکايی عسکر له عملې سره وژل شوي، هیلي کوپتر پر مځکه له لګېدو سره ټوټه – ټوټه شوې ده.
د ده په وینا د هیلي کوپترې ټوټې اوس هم په سیمه کې خورې ورې پرتې دي.
بورکه د بغلان هغه ولسوالي ده چې له کندوز او تخار سره په پوله کې پرته ده. د دې ولسوالۍ ډېری اوسېدونکي په خټه اوزبک دي.
ډیر الله ډیر خوند یی کړی دی داده روژی برکت دی الله دی مجاهیدینوته توفیق ورکړی چی پریرغلګرو داسی بریدونه تر سره کړی چی هم زانی اوهم مالی تاوانونه ورورسیږی