تاند- په بغلان ولایت کې په بزکشۍ کې چاودنه شوې او لږترلږه ۲۰ تنه یې ټپیان کړي دي.
د بغلان ولایتي چارواکي وايي چې چاودنه نن مازدیګر وشوه چې په نتیجه کې یې ۲۰ تنه ژوبل دي مګر د پنځو حال نازک دی.
په بغلان کې د روغتون مسوولانو هم ویلي چې څو تنه ټپیان مرګي حاله دي.
تراوسه پوري څرګنده نه ده چې د دې حملې اصلي هدف څوک و او نه تر دې دمه د دې برید مسوولیت چا په غاړه اخیستی دی.
تر دې مخکې نن د کابل ښار په ختیځ کې په یوه موټر بمي ځانمرګي برید کې د دوو ځانمرګو په شمول څلور تنه ووژل شول.
دغه راز د خوست ولایت د ځاځي میدان او باک ولسوالیو ترمنځ د څنارګي په سیمه کې د ملکي وګړو په یو موټر پسې بميیوه مېرمن ووزل شوه او اته تنه نور ملکیان ژوبل شول.
د خوست د والي ویاند مبارزمحمد ځدراڼ وویل چې ژوبل شوي کسان روغتون ته لیږدول شوي، خو د مرګ ژوبلې دا ارقام لومړني دي او ښايي وروسته په کې بدلون راشي.
د بغلان د چاودنې په اړه وروستی راپور وايي چې د ماین په اثر وه. ګومان کېږي چې ماین به په تېرو کلونو کې اېښودل شوی وي.
دا کار د ثواب لپاره شوی دی. طالبان په ثواب پسې ګرځي او دغه شی افغانستان ته لوی مشکل جوړ کړی دی.چې پېړۍ یوویشتمه وی او فکر د قبل المیلاد زمانې وي، همداسې به کېږي نو!