تاند- په بغلان کې امنیتي چارواکي وايي چې د یوه قومي مشر د جنازې په مراسمو کې ځانمرګی برید شوی او لږ تږه ۹ تنه پکې وژل شوي دي.
د بغلان امنیه قومندان امین الله امرخېل وویل چې په دې پېښه کې، چې نن /دوشنیه/ د بغلان په بورکه ولسوالۍ کې شوې، لږ ترلږه ۱۰ تنه نور ژوبل شوي دي.
د امرخېل په وینا په دې برید کې دوه پولیس هم وژل شوي دي.
د بورکې ولسوال تاج محمد تقوا هم پېښه تایید کړې ده. نوموړي فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې شاوخوا شل تنه مړه او ژوبل دي.
دواړو دولتي چارواکو ویلي چې ممکن د دې حملې اصلي هدف به یو شمېر جګپوړي پولیس چارواکي او د ولایتي شورا غړي ول چې د جنازې په مراسمو کې یې ګډون کړی وو خو هغوی ته زیان نه دی اوښتی.له بلې خوا د اجرايي چارو د ريیس عبدالله عبدالله دفتر په یوه خبرپاڼه کې د دې تروریستي برید د غندلو ترڅنګ ویلي چې په دغه برید کې، چې نن سهار وشو، ۹ تنه شهیدان شوي او ۱۷ نور بېګناه افغانان ټپیان شوي دي.
تراوسه پوري وسله والو طالبانو د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی خو عموماً دا ډول بریدونه طالبان کوي.
تر دې وروستي په وروستیو ورځو کې د پکتیکا په یحیا خېلو، د کابل د ختیځ او د ننګرهار د کږې بازار په جامع جومات کې په بمي او ځانمرګو بریدونو کې په لسګونو ملکیان ژوبل او یا ووژل شول.