تاند- د بغلان ولایت چارواکو نن /دوشنبه/ وویل چې د دغه ولایت په ده صلاح په چاریک باریک کلي کې د واده په مهال په شخړه کې لږترلږه ۲۲ تنه مړه شوي دي.

د بغلان د والي ویندوی جاوید بشارت فرانس پریس خبري اژانس ته وویل:«شخړه تېره شپه د «ده صلاح» ولسوالۍ د چاریک باریک په کلي کې په واده کې د وسله والو کسانو ترمنځ ونښته.په نتیجه کې یې ۲۰ تنه ووژل شول او ۸ نور ژوبل شول.»

په وژل شویو کسانو کې ناوې او زوم شامل نه دي.

د بغلاان امنیه قومندان ګلستان قوساني وویل چې له لفظي لانجې وروسته د واده ګډونوالو وسلو ته لاس واچاوه.

د ده په وینا ټول وژل شوي کسان د واده نارینه برخوال دي او عمرونه یې د ۱۴ او ۶۰ کلونو ترمنځ دي.

ځینو نورو دولتي چارواکو د وژل شویو کسانو شمېر تر ۲۲ زیات ښودلی، حتي ځینو ویلي چې ۳۰ تنه وژل شوي دي.

4 thoughts on “په بغلان کې په یوه واده کې د شخړې له کبله لږترلږه ۲۲ تنه وژل شوي”
  1. دحق او قانون دساتنی ارګانونولخوا دی موضوع په غورسره وڅیړل شی ،علل اوموجبه دی تثبیت او نتیجه دی دعامه خبرتیا دپاره نشرشی ترڅو دنورو د پاره پنداوعبرت او مجرمین د عدالت ته وسپار رشی.

  2. شهیدان ووایی څکه چی مجاهدین و اوکه نه ‍ٔپه اصطلاح کمونستان خو سلا نه لری

  3. Hatman da halakano (BAZINGAR) pa sar shawee da zaka da hagaha samt khalko lanja sirf pa hamdaghoo shayano we khososan da wada pa marasemo ki.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *