د جولای په ۱۵ مه نیټه د بلجیم په انتورپن ښار کې د افغان کلتوري ټولنې په نوښت  يوه  پرتمینه مشاعره جوړه شوه.
  مشاعره د مازيګر په ۸ بجو د قرانکريم د څو مبارکو ايتونو په لوستلو د قاري صاحب حسين احمد له خوا پيل شوه.
د دريځ چارې د ښاغلي امان الله ساپي او ښاغلي جابر منظر له خوا په  مخ وړل کېدې، لومړی د ګران هېواد ملي سرود او بيا  د کمکيو ماشومانو له خوا ملي ترانه وړاندې شوه.
ښاغلي جاوید احمدزی په تیروشپږو کلونو کې د افغان کلتوري ټولنې لاسته راوړنې ګډونوالو ته په  ډېرو لنډو کرښو کې بیان کړې.
وروسته د مشاعرې برخه پيل شوه چې لاندې ښاغلو شاعرانو خپل شعرونه میلمنو ته وړاندی کړل.
قدرمن سهيل خان شينواری ،ډاکټرصيب کفايت الله نادرزی، ګران سيد عمران ستومان ،ښاغلي ضمير احمدزی ، ځوان فريدون غروال ، ګران شمس الرحمن شمس، ښاغلي زاهد الله ايمان سخي زاده ، قدرمن امين الله روشن ، ګران قلم ګل سحر، ګران جابر منظر ، قدرمن نقيب الله رادمل، جاوېد احمدزی او ګران عبدالرحيم.
په مشاعره کې بله د پام وړ خبره دا وه چي د بلجيم د پارلمان يوه غړې اغلي نعيمه لانجري د مولانا جلالدين بلخي څو نصيحتونه يې په هالنډي ژبه ژباړلې وه او مېلمنو ته يې وړاندې کړه. د بلجيم دوهم لوی  سياسي ګوند  CD&V  دوه غړي هم مشاعرې ته راغلي ول، د څو لنډو خبرو نه وروسته بلجيم مېشتو افغانانو ته يي دهمکاري بلنه ورکړه ، او يوې بلې بلجيمي ميرمني بيا د ځوانانو افغانانو دکارمونديي په اړوند دهمکاري ژمنه وکړه.
ښاغلي امان الله ساپي او ښاغلي جابر منظر د ټولو قدرمنو شاعرانو څخه مننه وکړه او دپښتو شعراو ادب د پرمختګ پر لورې د مشاعرو او ادبي غونډو د لا زیاتېدو هيلې وکړي  او ټولو ګرانو میلمنو ته یې د ډوډۍ بلنه او د ماښام د لمانځه دعوت ورکړل٠
د ډوډۍ څخه وروسته  مشاعره  وشوه او د شپې په يوولسو بجو غونډه په  څو ملي اتڼونو پای ته ورسېده خو یاد به یې تل زمونږ مساپرو په زړونو کې وي.
افغان کلتوري ټولنه له هغو دوستانو څخه هم ډېره ډېره مننه کوی چې خپل شعرونه ، پيغامونه او برېښنالیکونه یې دې غونډې ته رالېږلي ول، په ځانګړی توګه له سويډن څخه د دوستۍ فرهنګي ټولنې (حبيب الله غمغور صيب)، ډاکټرصیب حمیدالله زړه ور ساپي او بې شمېره نور فد فېسبوک له لارې .
په ادبي مینه او درنښت
(افغان کلتوري ټولنه ـ بلجیم د انتورپن ښار)
One thought on “په بلجیم کې د افغانانو مشاعره”
  1. وا قعآ په زړه پوری مشا عره وه او دی غونډی ته د افغا نا نو را تلل او را ټو لیدل د خپل ځا نه سره د یوا لی او اتحاد ښه زیرۍ در لوده او الله تعا لی دی زمونږ په خوږ افغا نستان کی دا سی یو سر تا سری سو له را ولی چی ټول افغا نان تر یوه چتر لا ندی راټول شی او خپل کلتور او فر هنګ ته وده ور کړی او په ګډه سره یی ولمانځی او د بیګا نه وو او پر دیو کلتور او فر هنګ شا ته وغورزوي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *