تاند- یوه هالنډي ډیزاینر په بلجیم کې د نامتو انځورګر وانګوک د یوه انځور یا تابلو په الهام د بایسکلونو لپاره ځلېدونکې لار ډیزاین کړه.
د سي این این تلویزیون د راپور له مخې هالنډي ډیزاینر دان روسګارډ له یوه تعمیراتي شرکت سره یوځای دا ځلېدونکې لار د بایسکلونو لپاره د دې لپاره طراحي کړې چې بایسکل چلوونکي د شپې په مخه لار ښه ولیدلی شي.
دا لار د شپې په مخه د ستورو په شان ځلېږي.
د بایسکلونو لپاره دا لار د وانګوک په زېږنځای برابانت کې جوړه شوې ده. دا لار د دغه نامتو انځورګر له یوه انځور څخه، چې «د شپې دیدو» یا «د شپې کوڅه ډب« نومېږي، په الهام طراحي شوې ده.
د وانګوک تابلو
د بلجیم په اکثرو ښارونو کې د بایسکلونو لپاره ځانګړې نرۍ لارې شته خو دا ځلېدونکې لار بلجمیانو ته کار اسانه کوي چې د شپې په مخه هم بېغمه بایسکل وچلوي.