د بلجیم په انتورپن ښار کې د افغانانو جامع جومات او افغان کلتوري ټولنې له خوا  سږ کال یوځل بیا د نړۍ د ستر لارښود حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د سیرت مبارک ورځ د یوې غونډې په ترڅ کې ولمانځل شوه.

غونډه د یکشنبې په ورځ د جنوري  په ۲۶ مه د ماښام له لمانځه څخه وروسته  د قاري صیب زمان له خوا د قران عظم الشان د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پېل شوه.

1ورپسې دافغانانو جامع جومات ملاامام قاري حسین احمد یوسفزي  د سرور کاینات صلی الله علیه وسلم دمبارک ژوند په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې.

وروسته قاري بصیر احمد هم د ستر لارښوحضرت محمد صلی الله علیه وسلم په اخلاقو او دهغه په ځانګړې صفتونو خبرې وکړې او مسلمانان ته یې پخپلو کې د ښو اخلاقو سپارښتنه وکړه.

ښاغلي امان الله ساپي لومړۍ ناستو کسانو ته ښه راغلاست وویل او بیا یې د  حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د پیدایښت د ورځې نه ترنبوت او غزاګانو پورې په هره برخه کې پوره معلومات وړاندې کړل.

1ځوان اميري د سیرت النبي د ورځې په اړه بشپړ معلومات وړاندې کړل او ټول مسلمانان یې رښتېني اواسلامي ورورولۍ ته راوبلل.

د غونډې په اوږدو کې یو شمېر ګډونوالوهر یو: ډګروال نورالحق نور، ناصراحمد، شمس الرحمن محبت، زاهد الله، احمد خالد، فهیم جان او نورو په خپلو خوږو غږونو سره نعتونه وړاندی کړل.

1د ستر لارښود حضرت محمد (ص) د مبارکو اخلاقو، ژوند او سیرت مبارک د غونډې برخه والو په ژوند او فکر یوه اسلامي جذبه خوره کړه چې یاد به یې تر ډېره  پورې  د ناستو په زړونو پاتي وي.‎

د غونډې په اخري برخه کې حاجي صیب شیرین ساپي د سیرت النبی د ورځې په اړه خبرې وکړې او له  ټولو راغلو برخه والو یې د صبر او خورا ډېرې حوصیلې مننه وکړه.

په غونډه کې پرته له افغانانو ترکي مسلمانانو، عرب ورونو او پاکستانیانو هم برخه اخېستې وه.

وروستئ برخه د ماښامنۍ ډوډئ لپاره ځانګړې شوې وه چې ټولو راغلو میلمنو پکی برخه واخیسته.

 غونډه د نړۍ او افغانستان د مسلمانانو اتفاق، ورورولۍ او سولې په دعاګانو سره دشپې په لسو بجو  پای ته ورسیده.

« په درنښت »

د افغانانو جامع جومات او افغان کلتوري ټولنه، انتورپن

2 thoughts on “په بلجیم کې د سیرت النبي (ص)غونډه جوړه شوه”
  1. بسم الله الرحمان الرحیم.
    اعوذ بالله من اشیاطین رجیم
    اللهم صل علا محمد وعلا آل محمد کما صلیت علا ابراهیم وعلآال ابراهیم انک حمید مجید..
    ډیر دافتخارځای دی چه داروپا په زړه کی دسرورکایینات سردار د دوه عالمونو۱۴۴۴مه دزیږیدومبارکه کلیزه دافغانانو او نورومسلمانو وروڼو له خوا لمانځل کیژی.لوی خدای تعالی ا دې دعاګانې(سولحه،اتفاق اوورورولی ….)مقبولې کړی.امییین.

  2. Jazakumullah
    Allah di tolo Muslmano wrona ta da tawfeeq warkee che de sarware kainat khog pighambar Hazrat Muhammand salalahu alaihe wa alihee salam pa sirat bandi pa Nora narai ki jalasi jori Kree che pa asas ba yi nor khalk di sarware kainat la zhwand,ijtimaee akhlaqoo sakha khabar shee.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *