خبرتیا

د بلجیم هېواد په انتورپن ښار کې افغان کلتوري ټولنه په پام کې لري چې په یاد ښار کې یوه پرتمینه ازاده مشاعره او ادبي ناسته جوړه کړي.

په انتورپن ښار کې افغان کلتوري ټولنه ټولو قدرمنو شاعرانو، لیکوالانو، ادیبانو د علم او کلتور مینوالو ته په ډېر درنښت په دغه ادبي غونډه کې د ګډون بلنه ورکوي، ستاسی راتګ به زمونږ لپاره لوی ویاړ او د غونډې لپاره ښکلا وروبخښي.

ڼېـــټه : د مارچ دولسمه (۱۲) مه

وخت : د مازیګر له پینځو (۵) بجو څخه تر ماسختن یولس ‏(۱۱) بجو پوری

Cultureel Centrum ter Schelde پته:

   Fromentinstraat 2

   2050 Antwerpen

Belgium

یادونه!

هیله ده د لازیاتو مالوماتو او خپلو پېغامونو لپاره په لاندې برېښنالیک یا ګرځنده اړیکه ونیسۍ.

[email protected]برېښنالیک :

ګرځنده شمېرې : 0032494722818///0032497670414

9 thoughts on “په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا”
  1. دا ټولنه د انتورپین ښار په کوم ځای کی ده دلته چه د افغانانو مړی وشی بیا ورته د عربانو نه خیرات غواړو هسی کوم مطلب لپاره مو دا غونده نیولی ولاکه د خیر کار وکړی بیا به مو ګډا کولو او شراب خوړو ته زړه شوی وی

  2. د افغان کلتوري ټولنې مشرانو ته سلامونه
    په جلا وطني کې هم تاسو خپلوو افغانانو ته کلتوري او اسلامي خدمتونه کوي ، او د انتورپن جامع جومات هم ستاسو د مشرانو لخوانه ۴ کاله کېږي چې هره ورځ د مسلمانانو پر مخ خلاص وي، مونږ یې ټول شاهدان یوو ،چې رښتیا هم ډېره غټه خبره او لوی خدمت دی .
    مننه ، خېبر خان

  3. ګرا نه ولی احمد جا نه ، دا ټو لنه د انتورپن په زړه کی پر ته ده هغه ټول افغانا ن چی د بلجیم د انتور پن په ښار کی ژوند کوی هغوی ټو لو ته پته ده او ددی تر څنګه یو جا مع جو مات لری چی هره ورځ پنځه وخته لمو نځ پکی په جمعه کیږی او د هری جمعی د لما نځه لپاره په سلګو نه افغا نا ن دی مسجد ته را ځی د بلجیم نه به غیر که د یو چا خپل او خپلوان که په افغا نستان کی و فا ت شوی وي نو د خپلوا نو له خوا یی فا تحه په همدی مسجد کی ا خیستل کیږی ، د قران عظیم ا لشان ختمو نه ددی ټو لنی له خوا په همدی مسجد کی تر سره کیږی د مولود شریف لما نځل هر کال ددی ټو لنی له خو ا په همدی مسجد کی صورت نسی ددی نه علا وه که د یو بی سر پرسته افغا ن مړی د انتور پن د ښار په خوا و شا کی شوی وي نو مړی یی ددی ټو لنی له خوا په ښه شان خا ورو ته سپارل کیږی او فا تحه یی ددی ټو لنی له خوا اخیستل کیږی او دا با ید هم در ته ووا یم چی ددی ټو لنی ټول غړی د شرابو خوړلو او بی ځا یه ګډا ګا نو مخا لف دی خدای د وکړی چی د نژدی نه رایشی او ددی ټو لنی کا رونه په خپلو ستر ګو ووینی او په اخر کی ستا نه د یو افغا ن په صفت هیله کوم چی دا بی ځا یه تخریب مکوه او د خپلو افغا نا نو پښی په تبر مه وهه او د خپلو افغا نا نو ملا تړ شه او دا بی ځا یه تخریبو نو دا ۴۰ کا له کیږی چی ټول افغا نا ن یی در په دره کړی دی خدای د وکړی چی زما په خبرو خوا بدی شوی نه یی په درنښت

  4. ولی احمد سیر خبره بلکل رښتیا ده زه ځو ځله دی جومات ته راغلم او په جومات کی هر یو وایی دا جومات ما جوړ کړی نه پوهیږی دا جومات شخصی د چا دی او که د ټولو مسلمانانو لپاره که جومات ته ولاړ شی یو ځو تنه چه ځان د جومات واکدارن ګڼی هغوی به درځنی پوښتنه وکړی چه پښتون یی که فارسی زبان جومات ندی سم د سیاست میدان دی څه مو چه کور کی خوړلی وی هغه په جومات کی د پردیو په غیابت کوی

  5. دروند او فاضل مشر صافی صاحب ستاسو لیکنه کاملا د دی افغانی ټولنی رښتینی اوصاف بیان کړی دی. د بلجیم هیواد د انتویرپن په ښکلی ښار کی د دی افغانی ټولنی هدف د مسافرو مهاجرو هیوادوالو د راټولیدو ، د افغانی او اسلامی فرهنګ د تعمیم او رواجولو ، له یو بل نه د خبریدو او خصوصا د مهربانه او فاضل قاری صاحب حسن په امامت د جماعت لمونځ اداکلو او زمونږ ماشومانو ته د اسلامی ښوونو مرکز دی . د یادی ټولنی مشرتابه هییت او دینی عالمان هره ورځ ځوان افغان مهاجر داسلام د مبارک دین غوره اخلاقو ، اسلامی اصولو او افغانی فرهنګ ، د علم زده کړی او یووالی ته رابولی او له بلی خوا ترخپلی وسی پوری له اړو هیوادوالو سره په مختلفو برخو کی همکاری کوی.
    که له چا سره په انتویرپن کی د افغانی ټولنی د کړنو او فعالیت په باب پوښتنی وی نو مهربانی دی وکړی پدی پته دی یوځل تشریف راوړی ، انشاالله ټولی پوښتنی به یی حل شی.
    والسلام على من اتبع الهدى
    حضرت سهاک

    Jan Palfijnstraat 25, 2060 Antwerpen (2060)

  6. خدای ته وګورۍ دوکه او فریب پریږدۍ
    تر اوسه پوری په مسجد کی یوازی سیاسی بحثونه روان دی او هیڅکله د مسجد ملا مقتیدیانو ته ونه ویل چی په لاره کی د نورو څه ډول احترام وکړۍ او کله چی دچا ښځه او لور ګورۍ ورته سپکاوی مه کوۍ په زرهاوو ځوانان لیدلی شوی چی دبلجیم په ملی بسونو کی شراب څښکلی او کنځل کوی چی ددی مسولیت په چا دی که ستاسی په نوم د ټولنی مسولیت یوازی ګډا او ډول وهل دی
    ددی مشاعرو او ګډا وو برځای به مو یوځل د فاکستان د مردار صفارت ترمخی مظارېی کړی وی او خپل غږ به مو نړۍ ته پورته کړی وی
    او دشرم ځای دادی چی اوس افغانانو ته په بلجیم کی څوک کور په کرایه هم نه ورکوی ځکه چی دوی همیشه په لوړ اواز موسیقی اوری او ګونډیان په تکلیف کوی ټوله شپه سره د شرابو او سګرټو بنډارونه کوی چی ددی په اول سر کی مشران او بیا نور کوڅه ډب ځوانان دی چی اوس اروپا ته تللی
    دشرم ځای دی

  7. ولې احمد سیر،رازمحمد عابد،کمالزی،؟؟؟
    تاسو خو درې واړه او یا (اصل کې یو نفر) بلجیم کې ژوند کوې ،
    د یو مسلمان په صفت تاسو نه څو پوښتنې لرم،
    تاسو جومات سره څو روپې مرستې کړې؟
    کومه ورځ مو جومات ته چنده راټوله کړې؟
    د جومات تشنابونه مو څو وارې پاک کړې ؟
    د جومات له ابو ،برق ،بېمې، کرایې ، د ګاونډیانو سره خبرې ، د پولېس او دولتي کارونو نه خبر یاستي؟؟؟
    د روژه مبارکه میاشت کې تر دوه بجو د شپې د جومات چوکېدارې مو کړې؟
    د جلال اباد شهیدانو ، د بدخشان زلزلې ځپلوو خلکوو سره مو مرستې کړې؟
    د مړي لپاره مو خلکوو نه مرستې ټولې کړې؟؟
    ۵۰ نه تر ۶۰ ماشومان راځي کومه ورځ مو ا ب ت ث ورذکړې؟
    زه خو تل وینم چې یو سپین ږیرې پاړسېوان دوکانونو کې ګرځي او دوکاندارنو ته د جومات ډبلیې ورکوي چې پیسې ورته ټولې شي.
    دا ټولې خبرې به داسې فکر وکړو چې ستاسو د پلار او نیکه مزدوران کوي او باید یې هم وکړي ، ځګه چې تاسو خو ماشاءالله ځوانان یاستي ؛؛؛!!
    راځو دې خبرو ته ، د شراب ، سیاسی بحثونه، د ځوانانو له خوا نه خلکوو ته سپکاوي ، د پاکستان سفارت مخې ته مظاهرې، افغانانو ته کور په کرایه پیدا کول او داسې نور ،،،،،،
    نو اوس ځان سره ښه فکر وکړي چې تاسو وايي ټولنه کمزورې ده جومات هم ښه ندی ،نو بیا دومره فرمایشونه ولې ورکوې ؟؟
    دغه دوه درې سپین ږیرې چې په هالنډي هم نه پوهېږي ستاسو کوم یو درد ته دوا شې، زه خو ډېر ستاسو په پوه او عقل باندې شرمېږم.
    نیوکې اسانې دي خو په میدان کې عملي کار ډېر زور غواړی ، د جومات جارو ،کول ، تشنابونه پاکول هر سړی نه شي کولي .
    نو خدای ته اوګورئ څه چې مونږ لرو دغه راته مه خرابوي کنه بیا به د نورو جوماتونو کې ګرځو راګرځو . ستاسو غریب او مساپر افغان ،خېبر خان

  8. خیبر خانه خبری خو دی ښی لیکلی خو هغه دی چه لیکلی په ولاکه رښتیا عمل ولری زه دا لس کاله کیږی چه په انتورپین کی ژوند کوم او د هر یو غیرت راته معلوم دی که ته خدای ته مخ کړی او هغه چه واقعت دی واقعت ووایی جومات د ځو تنو د مجلسونو او سیاست ځای دی کله پکی وهابیان پیدا شی کله پنج پیریان ولا نور شرم پکار دی زمونږ پر داسی اسلامیت د جومات نه مو ددیری مجلس یا ستاره افغان جوړ کړی
    ریآ کاری شیرک اضغر دی
    اسلام د یوالی ورولی او یو اتحاددین دی
    په دنیا کی لویه محکمه د انسان خپل وجدان دی
    زه حاضر یم چه د اسنادو او ثبوت سره ټول بی غیرته او تش په نامه واکدارن درته معرفی کړم
    داسیی
    و کار وکړه زه زمونږ دافغانیت او سلامیت یوه نښه پکی موجوده وی
    د ډیرو خبرو لیکل دلته ضرور نه دی چه ویی لیکم انشاالله یوه ورځ به واقعت ووینی

  9. زه خپله په ګران وطن افغانستان کی ژوند کوم ، ویاړمه چی ستاسی په شان تښتیدلی او دوطنه ګریزان نه یمه ، خو ډیر دوستان اوخپلوان می په بلجیم کی اوسیږی او چی کله هم سره
    خبری کوو نو د سیاسی حجری چی ستاسو په اشارو مسجد بحث کیږی نو د شرم ډک لوخی مو تر مخی شی چی په دی جومات کی څو تنه خپل تعصب ډکه ژبه چلوی او دهغوی په شاره باید هرڅه ترسره شی ملادجومات هم یوه ورځ خفه او بله ورځ په ګیلاس چایو رازی وی پاتی شوه د تشنابونو خبره او دچندی
    زه خو تراوسه باوری نه یمه چی ریښتا هم مسجد شته ټولنه شته او که ستاسی سیاسی مجلسونو کوټه ده
    زه لس ځل توبه وباسم خو دچا غیبت او دمسجدونو په نوم په افغانستان کی چاته دوکه نه ورکومه
    نو د خدای خاطر وکړۍ شرم پکار دی تاسی
    ته
    راځی د شرابو وطن پریږدۍ او زمونږ په شان خپل دغیرت او عزت وطن کی ژوند وکړۍ او دیهودو او کفارو دسیوری ځانونه وساتۍ
    کنه ستاسی په ایمان هم باور پکار ندی او دا ټول تاسی یوازی او یوازی دوکه کوۍ
    کنه زه به تاسی ته نور مالومات ددی تعصب ګرو په اړه جمعه کومه
    الله اکبر الله اکبر الله اکبر
    ویاړمه چی مسلمان او دوطن نه نه یمه تښیدلی خپل د کلی جومات کی خادم یمه او په ویاړ پکی جارو وهمه ازان کومه خو چاته دوکه نه ورکومه
    بیا هم وایمه چی ددی مشاغرو او شاربخانو مو تیر شۍ او داسی کار وکړۍ چی الله او حضرت محمدزمونږ رهبرتاسی څخه خوشاله او رازی شی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *