تاند- افغان چارواکي وايي چې په بلخ او ننګرهار ولایتونو کې په دوو بمي حملو کې لږترلږه ۴ تنه وژل شوي او ۵ نور ژوبل شوي دي.
د بلخ ولایت د امنیه قوماندانۍ ویندوی شېرجان دراني وویل، نن /پنجشنبه/ په یوه چاودنه کې، چې هدف یې ظاهراً د بلخ یو سوداګر عبدالغني و، ووژل شو.
د بلخ مرستیال امنیه قوماندان عبدالرازق قادري وویل چې عبدالغني پخوا ملېشه او دغه راز یوه موده د مارمول ولسوال و.
په پېښه کې دوه تنه وژل شوي او دوه نور ژوبل دي.
تراوسه پورې د دې حملې مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.
له بلې خوا د ننګرهار په مومندره ولسوالي کې دوه تنه هغه مهال ووژل شول او ۳ نور ژوبل شول چې په یوه حجره کې چاودنه وشوه.
د ننګرهار د والي ویندوی عطا الله خوږیاڼي پېښه تایید کړه خو د نورو جزییاتو په اړه یې څه ونه ویل.
په ننګرهار کې دا ډول اکثره بریدونه داعش کوي خو په بلخ کې عموماً شخصي دښمنۍ د تاوتریخوالي سبب کېږي.