راپور: بریالی جلالزی- بلخ ادبي خوځښت

په هغه غونډه کې، چې د بلخ ولايت مقام په تالار چې د افغانستان د ۹۵ مې کليزې په وياړ جوړه شوي وه، په مزارشريف کې یو واټ د افغانستان د ازادۍ اتل غازي امان الله خان په نوم ونومول شو.

دغه واټ، د مزارشريف ښار د کابل او مزارشريف پر لويه لاره، فردوسي څوک ته څېرمه موقيعت لري، چې د بلخ ولايت مقام کې د ازادۍ د ورځې په وياړ د جوړو شويو مراسمو په پای کې د دولتي چارواکو لخوا  د زمري په ۲۸مه، رسما پرانيستل شو.

په دغه غونډه کې پر یو شمېر دولتي او امنيتي چارواکو سربېره د بلخ ولایت د ولايتي شورا غړو، قومي مشرانو او د مدني ټولو غړو هم برخه اخيسته وه.

د غونډې په پای کې د مزارشريف ښار ختيځ لور، فرودسي څلورلارې ته څېرمه واټ د غازي امان الله خان په نامه ونومول شو او رسماً پرانيستل شو.

بلخوا د بلخ ادبي خوځښت غړو او د مزارشریف ښار، بلخ، چاربولک او جمتال ولسوالیو یو شمېر اوسېدونکو هم پرون ماښام د مزارشریف ښار واټونو ته راووتل او د ازادۍ ورځ يې په اتڼونو او په خوار شور او زوږ سره ولمانځله.

دغه ځوانان، چې شمېر يې لګسونو تنو ته رسېدل او د هيواد ملي جنډې ور سره وې د مزارشریف ښار په بېلابېلو واټونو او سيمو وګرځېدل او خلکو ته يې د ازادۍ د ۹۵ مې کليزې مبارکي وویله.

 دغه لمانځ غونډه په مراز شریف ښار کې د بلخ ادبي خوځښت په مرکزي دفتر کې د قران کریم په مبارکو ایتونو او ملي سرود پیل شوه او د دغه خوځښت غړي، ذبیح الله احساس له لنډې وينا وکړه.

احساس وویل، زموږ د هيواد د ازادۍ ورځ د پاکستان په څېر زموږ د هيواد د پیدايښت ورځ نه ده، بلکه موږ دغه ازادي زموږ د نيکونو د مېړانې، سرښيندنې او قربانيو له برکته تر لاسه کړي ده.

نوموړې زياته کړه، چې د هيواد د خپلواکۍ د ورځې لمانځل د وطنپالنې لپاره یوه ښه بهانه ده.

د احساس تر وينا وروسته برخه والو د هيواد د ازادۍ د ۹۵مې کليزې کیک قطع کړ او تر دې وروسته د ښار واټونو ته راووتل.

په واټونو کې د مزار ښار یو شمېر نور ځوانان هم د بلخ ادبي خوځښت له دغه کاروان سره يو ځای شول او په ښار کې يې د زنده باد افغانستان، ازادي مو مبارک، زنده باد د افغانستان د ازادۍ اتل امان الله خان، ژوندی دې وي افغانستان، زنده باد ملي پولیس، زنده باد ملي اردو، زنده باد زموږ امنيتي ځواکونه، شعارونه ورکول.

دغه ځوانانو په ښار کې د دوکاندارانو، ټکسي او شخصي موټر چلوونکو او د مزار ښار اوسېدونکو له تاوده هرکلي سره مخ شول او د دوی له هر شعار سره به يې د زنده باد په ویلو سره به يې خپل لاسونه له دوی سره د ملاتړ او د دوی د دغه کار د ستاينې په دود پورته کول.

د غونډې په پای کې احساس برخه والو ته وویل، چې په راتلونکي کال کې به د ازادۍ ورځ تر سږنۍ غونډې هم شانداره لمانځي.

دا لومړی ځل دی، چې په مزارشریف ښار کې ځوانان د ازادۍ ورځې د لمانځلې لپاره سړکونو ته راوځي.

0 thoughts on “په بلخ ولايت کې يو واټ د افغانستان د ازادۍ اتل غازی امان الله خان په نوم ونومول شو”
  1. ژوندی دی وی زموږ راتلونکي روښانه نسل موږ په راتلونکي ددوی په سرښندني باورمند يو ټولو ځونانو ته اتحا د اوا تفقاق ارزو لرم

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *