تاند- په بلخ کې امنیتي سرچینې وايي چې د دولت د وسله والو مخالفانو له لوري د ویشتل شوي هاوان پر ګولۍ ۵ افغان سرتېري شهیدان شوي او ۲۶ نور ژوبل دي.

ویل شوي چې دا پېښه بېګا هغه مهال وشوه چې د هاوان ګولۍ پر هغه ځای ولګېده چې افغان امنیتی ځواکونه پکې راغونډ شوي ول.

تر دې پېښې څو ساعته مخکې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د بلخ ولایت په چمتال او چهاربولک ولسوالیو کې د دولت د وسله والو مخالفانو د ځپلو لپاره پراخ عملیات وکړل او د دوی په وینا ګڼې سیمې له وسله والو مخالفانو پاکې شوې.

وسله والو طالبانو په چمتال او چهاربولک کې د دولتي ځواکونو د پرمختګ ادعا رد کړې اوویلي یې دي چې کومه سیمه یې له ولکې نه ده وتلې.

بلخ په نسبي ډول د افغانستان یو امن ولایت دی.

خو د دې ولایت چمتال، چهاربولک او ځینې نورې سیمې په وروستیو ورځو کې ناامنه شوي دي.

دا سیمې د ولسي جرګې د تېرې دورې د انتخاباتو په درشل کې هم ناامنه شوې وې خو له انتخاباتو وروسته سمدستي امن شوې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *