تاند- په بلخ ولایت کې سږ کال د تېر کال په پرتله د کوکنارو کښت څلور برابره زیات شوی دی.
د نوې کرښې په نوم موسسې نن /یکشنبه/ وویل چې په بلخ ولایت کې د ناامنۍ د زیاتېدو او د مخدرو موادو د قاچاقبرو او ترهګرو په تشویق د کوکنارو کښت زیات شوی دی.
د دې موسسې مشر عبدالقادر مصباح وویل، په تېرو کلونو کې د بلخ ولایت پر ۱۰ زره جریبه مځکه کوکنار کرل کېدل خو سږ کال لږترلږه پر ۴۰ زره جریبه مځکه کوکنار کرل شوي دي.
په وروستیو کلونو کې د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د کوکنارو کښت خورا لږ شوی و. که څه هم ویل کېږي چې په دغو ولایتونو په تېره بیا بلخ کې د چرسو کښت زیات و.
د افغانستان د حکومت او ملګروملتو له جرمونو او مخدرو موادو سره د مبارزې د ادارې د راپور پر اساس په ۲۰۱۶ م کال په افغانستان کې شاوخوا ۴ زره ۸ سوه ټنه مخدر مواد تولید شول چې د ورتېر کال په پرتله په سلو کې ۴۳ ډېر ول.
د همدې راپور له مخې په ۲۰۱۶ کال په افغانستان کې پر ۲ لکه زر هکتاره مځکه کوکنار کرل شوي وو، حال دا چې په ۲۰۱۵ م کال پر ۱۸۰ زره هکتاره مځکه کوکنار کرل شوي وو.
په شمالي ولایتونو کې د کوکنارو د کښت له بیا زیاتېدو سره ممکن سږ کال افغانستان د مخدرو موادو د تولید د ډېروالي یو بل ریکارډ جوړ کړي.