تاند- په بلخ ولایت کې د دوو خپلسرو وسله والو قوماندانانو ترمنځ په خپلمنځي نښته کې لږترلږه ۱۲ تنه وژل شوي او ګڼ نور ژوبل شوي دي.
دا نښته وروسته له دې شوې چې په ځینو راپورونو کې ادعا وشوه چې د بلخ دولتي ادارې یو شمېر پخوانیو قوماناندانو ته وسلې وېشلي او د ښې حکومتولۍ په برخه کې د ولسمشر خاص استازي د طالبانو په وړاندې دغه ډول کسانو ته د وسلو د ورکولو دفاع وکړه.
د کُشندې ولسوالۍ په باختري کلي کې د قوماندان ملا خالیار او ملا عبدالله ترمنځ په نښته کې شاوخوا ۵ تنه نور ژوبل شوي دي.
د پېښې په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. خو کره معلومات نشته جې څومره ښځې او ماشومان د دې پېښې قرباني شوي دي.
د پېښې د څېړلو لپاره سیمې ته له مزارشریف څخه یو پلاوی استول شوی دی.
د خپلسرو وسله والو ترمنځ د سیمو د کنټرول، باج، عشر و زکات او حتي هلکانو پر سر نښتې کېږي خو د بلخ ولایتي چارواکي وايي چې د ملا عبدالله او ملا خالیار ترمنځ نښته د مځکې پر سر شوې ده.
په ډېرو شمالي ولایتونو، په تېره بیا بلخ کې اکثره دولتي مځکې او د مالدارو څړځایونه وسله والو قوماندانانو غضب کړي دي.
دې جګړې یو ځل بیا وښودله چې په وسلو د بې بندوبارو کسانو سمبالول، که په لنډ مهال کې طالبان ځپلی شي، په اوږد مهال کې خلک د طالبانو هرکلی ته تیاروي.
تر دې پخوا هم د افغانستان په مختلفو سیمو کې د خپلسرو وسله والو ترمنځ نښتې شوي او د وسله والو ترڅنګ ملکیان هم پکې وژل شوي دي.