بلخ ولایت

تاند- د مزارشریف ښار ته نژدې په دهدادي ولسوالۍ کې د یوه سوداګري شرکت د ساتونکو په ډزو ۱۲ تنه وژل شوي دي.

راپورونه وايي پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې د دغه شرکت خاوند غوښتل په بېوزلو خلکو خیرات ووېشي خو د خلکو د ګڼې ګوڼې د زیاتوالي او د شرکت پر ګودام د هغوی د هجوم په ځواب کې ساتونکو پر خلکو ډزې کړي چې په نتیجه کې یې د ماشومانو او ښځو په ګډون دوولس تنه وژل شوي دي.

د بلخ ولایت امنیه قومندان سالم احساس وايي چې څلور یا پنځه تنه وژل شوي او همدومره نور ټپیان دي.

د غضنفر شرکت مسوولان وايي چې ساتونکو یې د ځان د دفاع لپاره هوايي ډزې کړي خو خلک په ګڼه ګوڼه کې ژوبل یا وژل شوي دي.

خو امنیه قومندان وايي چې د ټپیانو په بدن کې د کلاسشینکوف مرمۍ لیدل شوي دي.

د شرکت د مسوولانو په ادعا دوی غوښتل چې پر خلکو مرسته وویشي مګر خلکو غوښتل چې ګودام لوټ کړي یا اور ورته کړي.

غضنفر شرکت د غضنفر بانک خاوند دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *