تاند- په بلخ ولایت کې نن /شنبه/ د یوه مقناطیسي بم د چاودنې په نتیجه کې ۱۲ تنه سخت ژوبل شول.

د بلخ ولایت امنیتي چارواکي وايي، چاودنه د پولیسو په رینجر موټر کې هغه مهال وشوه چې له چارکینټ ولسوالي څخه د ولایت مرکز مزارشریف ښار ته روان و.

په ټپیانو کې دوه پولیس هم شامل دي.

نور ټول ټپیان ملکیان دي چې د هغو په منځ کې ماشومان هم شته.

د بلخ امنیتي چارواکي وايي چې د پولیسو رینجر موټر یومخ ویجاړ شوی دی او ترڅنګ یې یو کرولا موټر هم ویجاړ شوی دی.

د بلخ د حوزوي روغتون ډاکتران وايي چې د اکثرو ټپیانو حال نازک دی.

ټپیان سخت سوځېدلي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *