تاند- یوه غدار پولیس د بلخ ولایت په یوه پوسته کې خپل لږترلږه ۹ ملګري ووژل.
د بلخ ولایت په چهاربولک ولسوالي کې د پولیسو یوه چارواکي محمد دین خنجر نن /سې شنبه/ رسنیو ته وویل، په دې پېښه کې، چې تېر ماښام وشوه، یو پولیس ټپي شوی او ۳ نور بې درکه شوي دي.
خنجر وايي چې حمله کوونکی د چهاربولک ولسوالي له یوې بلې پوستې راغلی و او ظاهراً د قربانیانو ملګری و.
خنجر وايي چې غدار پولیس تښتېدلی او ښايي طالبانو ته تللی وي.
ده دا هم وویل چې حمله کوونکي د وژل شویو پولیسو وسلې هم له ځان سره وړي دي.
د پېښې ټول قربانیان سیمه ییز پولیس دي.
وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.