تاند، دوشنبه، د ثور ۱۵مه: په بلخ کې یو محصل له حقوقو پوهنځي څخه تر فراغت وروسته  بې کارۍ له امله سوالګرۍ ته مخه کړه.

روح الله نادري دا کار په تمثیلي ډول کړی او په یو نمایشي حرکت کې یې د سوالګرو د لباس په اغوستلو په خیر غوښتلو لاس پورې کړی دی.

روح الله نادري وايي، د حقوقو له پوهنځي څخه یې تر لیسانس کچې زده کړې کړې دی خو یو کال وشو چې د دولتي ادارو د دروازو په ټکولو ستړی شوی او تر اوسه یې دنده نه ده ترلاسه کړې.

 نادري وايي، د یوې لس کسیزې کورنۍ پالنه ور له غاړې ده او د اعتراض لپاره ورته له سوالګرۍ څخه پرته بله لاره په نظر ورنغله: ((د کوژدې مې دوه کاله وشول، خو د اقتصادي ستونزو له امله مې تر اوسه واده هم ونکړای شو، ومې غوښتل دولت ته د ځوانانو د وضعیت خبر په دې ډول ورکړم چې سوال او خیرات ته کېنم.))

 دغه ځوان پر حکومت غږ کړی چې د ده په څېر ځوانانو ته دې د کار زمینه برابره کړي تر څو له ناروا لارو د عاید پیدا کولو په لټه کې نشي او څوک ترې ناوړه استفاده ونکړي.

 دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان تحصیلي ادارې هر کال ۴۰ زره فارغان ټولنې ته وړاندې کوي بیرته یې په دولتي ادارو کې د جذب توان نه لیدل کېږي او بېکاري اوس حکومت ته په لویه سرخوږۍ بدله شوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *