په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د پوهنې پر سرپرست وزیر ښاغلي محمد آصف ننګ سربېره د بلخ ولایتي چارواکو، کورنیو او بهرنیو مېلمنو، د دولتي ادارو او موسسو استازو او ښوونکو ګډون کړی وو.
د پوهنې سرپرست وزیر ښاغلي محمد آصف ننګ جوړې شوې غونډې ته وویل، چې د کرنې انستیتیوت او د ښوونکو د روزنې اکاډمۍ ته په ۴۸۰ جریبه ځمکه کې نوې ودانۍ جوړې شوي، چې هره یوه یې پنځه بلاکه لري.
ښاغلي محمد آصف ننګ زیاته کړه، چې دواړو ښوونیزو موسسو ته په پاخه او اساسي ډول جلا-جلا پنځه دوه پوړیز بلاکونه جوړ شوي دي. په دې کمپلېکس کې دوه بلاکونه تدریسي دي، چې ۴۸ درسي ټولګي او نورې اړیني اسانتیاوې پکې موجودې دي.
د پوهنې سرپرست وزیر وویل، چې ددې بلاکونو له ډلې دوه نورې یې د لیلې لپاره ځانګړي شوي دي، چې یو یې د نجونو او بل هغه یې د هلکانو لپاره دی. د لیلیې دواړه بلاکونه ۶۲ د اوسېدو خونې او نورې اسانتیاوې لري. د کمپلېکس پنځم بلاک د لابراتوار او عملي زده کړو لپاره بېل شوی، چې زده کوونکي به پکې په عملي ډول خپل درسونه پرمخ وړي.
د پوهنې سرپرست وزیر ښاغلي آصف ننګ وویل، چې پر یادو جوړو شویو ودانیو ۸.۵ میلیون یورو لګښت راغلی، چې د آلمان هېواد له لوري ورکړل شوي دي.
د یادولو ده، چې د افغانستان د پوهنې وزارت په وروستیو څو کلونو کې د کار مارکېټ له اړتیاو سره سم د تخنیکي او مسلکي زده کړو په پراختیا کې ډېرې هڅې کړي، چې له هغې ډلې په ټول هېواد کې د نژدې ۳۰۰ تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو یادونه کولای شو.