تاند- د پکتیا پر والي جمعه خان همدرد د بلخ د والي عطا محمد نور د پلویانو په برید کې د همدرد لږترلږه ۴ ساتونکي وژل شوي دي.
راپورونه وايي چې برید د مزاشریف ښار په امنیتي کمربند کې شوی او په امنیتي کمربند کې مېشتو پولیسو ویلي چې همدرد خپل موټر ونه دراوه ځکه یې پرې ډزې کړي او دواړو خواوو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د پکتیا د والي ویندوی روح الله سمون رسنیو ته وویل، نن تر غرمې مخکې په یوولس بجې پر جمعه خان همدرد هغه مهال برید وشو چې نوموړي غوښتل له مزارشریف ښاره کابل ته لاړ شي.
سمون حمله کوونکي ناپېژندوی وسله وال وبلل چې د پولیسو یونیفورم یې اغوستی و. خو نور راپورونه وايي چې حمله کوونکي د بلخ د والي عطا محمد نور کسان ول.
له بلې خوا د بلخ د امنیه قومندانۍ د امنیت امر عبدالرزاق ادري وايي چې د جمعه خان همدرد د ساتونکو پر کاروان هغه مهال برید وشو چې هغوی د مزارشریف د امنیتي کمربند د تلاشۍ پوستې ته ونه درېدل.
د وروستیو راپورونو له مخې په دې پېښه کې اته تنه مړه او ژوبل شوي دي.
داهم دقومندان عطا اخری شپی او ورځی دی چه په دی ملک کی یی تیروی په ډیر نژدی کی به وګوری چه یابه خپل وطن پریږدی اوخپل پخوانی ټاټوبی یعنی کولاب ته به ځی اویابه دپلچرخی په محبس کی دابد لپاره میلمه وی